سرچينې وائي دپوځ اوتندلاروترمينځ دغه تازه نښته داورکزو ايجنسۍ په دره سم علاقه کې رامينځته شوېده چې پکې دوه عسکرهم ژوبل شوي دي.
دسرچينو وينا ده دعملياتو په مهال امنيتي ځواکونو دتندلارو څلور دپټيدو ځائيونه هم تباه کړي دي.
په اورکزو ايجنسۍ کې دتيرو دوؤ مياشتو راهسې دهاغو تندلارو په ضد عمليات روان چې په جنوبي وزيرستان کې دروانو پوځي عملياتو څخه بچ کيدو په غرض اورکزو ته تښتيدلي او دغلته يې پناه اخستې ده.
په دغو عملياتو کې تر دې مهاله د750ؤ څخه زيات جنگيالي او خواؤشا 30 عسکر وژل شوي او پوځ ادعا کوي نۀ يواځې يې دتندلارو په مهمو سيمو خپل واک ترلاسه کړى بلکې دهغوي گڼ شمير ځالې يې هم تباه کړي دي.
اخوا په قبائيلي سيمه مهمند ايجنسۍ کې دامن کميټې او تندلاروترمينځ نښته شوې ده چې پکې درې دامن کميټې غړي وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دمهمند ايجنسۍ دبائيزۍ تحصيل په منزري چينه سيمه کې تندلارو دامن کميټې په غړو بريد وکړو او درې کسان يې ووژل.
دبريد څخه وروستو دامن کميټې غړو په سيمه کې وسله واله گزمه پيل کړې ده.