لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د بنګله دېشه وګټله خو د ورلډ کپ نه بهر شو


د کرکټ نړیوال جام په خپله اخیرۍ لوبه کې پاکستان بنګله دېش ته په ۹۴ منډو ماتې ورکړه خو د ورلډ کپ بل پړاو یا سیمي فاېنل ته د وتلو نه پاتې شو.

د کرکټ په کور( لارډز) کرکټ میدان کې نن د بنګله دېش او پاکستان دغه لوبه د دواړه لوبډلو په روان نړیوال جام کې اخیرۍ لوبه وه. د لوبې ټاس یا پچه پاکستان ګټلې وه او لومړی یې د بېټنګ فیصله کړې وه.

د پاکستان کرکټ مینه والو په تیرو څو ورځو کې هم دغه اندازې لګولی چې پاکستان به سیمي فاېنل ته د وتلو لپاره بنګله دېش ته لوې هدف ګدي او بیا به هڅه کوي چې د بنګله دېش لوبډله په لږو منډو اوټ کړي.

خو دغه ټولې اندازې یواځې په سوشل میډیا د ټوقو او د خلکو د زړونو خوشحالولو پورې پاتې شوې. د لوبې پېل کې د پاکستان اوپنرانو اډو د لوې هدف ټاکلو په نیت لوبه وه نه کړه او خپله عادې لوبه يې کوله.

د پاکستان اوپنر فخر زمان چې په کال ۲۰۱۸م کې په ګټلي چمپینز ټرافۍ کې يې ډیر شهرت موندلی وو په روان ورلډ کپ کې هغه لوبه وه نه کړی شوه د کومې چې ترې تمه کیدله.

نن په دغه مهمه لوبه کې هم فخرزمان یواځې په ۱۳ منډو جوړولو اوټ شو. فخرزمان دغه ۱۳ منډې په ۳۱ بالونو وکړې او یواځې یوه څلوریزه يې پکې وهلې.

د فخرزمان وروسته بابر اعظم او امام الحق یو وارې بیا غوره پارټنرشپ وکړو خو بابر اعظم د خپل سېنچرۍ یا سلیزې پوره کولو نه په ۴ منډو پاتې شو. بابر اعظم په ورلډ کپ کې د پاکستان تر ټولو غوره بېټسمین پاتې شو چې نه یواځې يې ډیرې مندې جوړې کړي، په سخت وخت کې په میدان ودریدلی او د سختو بالرانو مقابله يې هم کړې.

په ۹۶ منډو د بابر اعظم د سوځیدو وروسته امام الحق هم په ۱۰۰ منډو جوړولو وسوځید. امام الحق (هټ وکټ) يا پخپله خپل وکټ وهلو اوټ شو. د دغو وروسته محمد حفیظ په ۲۷، عماد وسیم ۴۳، او محمد عامر ۸ منډې جوړې کړې. او د پاکستاني لوبډله په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په آوټ کیدو ۳۱۵ منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش لخوا مستفیض الرحمان ۵، محمد سیف الدین ۳ او مهدي حسن ۱ وکټ واخست.

د ۳۱۵ منډو په هدف کې د بنګله دېش اوپنرانو تیزه لوبه شورو کړه او د پاکستان تیز بالر محمد عامر او سپېنر محمد حفیظ باندې يې د لویو شاټونو وهلو کوښښ کوو. په دغه تیزه لوبه کې سومیا سرکار په ۵م اوور کې په ۲۲ منډو جوړولو وسوځید.

د سومیا سرکار د اوټ کیدو وروسته د بنګله دېش تجربه کار او تر ټولو مشر(سینېر) لوبغاړی شکیب الحسن د تمیم اقبال سره د بنګله دېش هدف ۴۸ ته ورسو. د تمیم اقبال په ۸ منډو د سوځیدو وروسته یواځې د مشفیق الرحیم او شکیب الحسن ملګرتیا یا پارټنرشپ تر اوږد وخته پورې وچلیده.

د بنګله دېش لخوا په ننۍ لوبه کې شکیب الحسن یو وارې بیا تر ټولو زیاتې ۶۴ منډې جوړې کړې. په نورو لوبغاړو کې لېټن ډاس ۳۲، محمدالله ۲۹، مشفیق الرحیم او مصدق حسین ۱۶،۱۶ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لخوا ۱۹ کلن ځوان پښتون بالر شاهین شا افریدي نن په ۶ وکټو اخستو په نړیوال جام کې ریکارډ هم جوړ کړو. شاهین افریدي تر ټولو کم عمره لوبغاړی شو چې په ۱۹ کلنې کې د ورلډ کپ په یوه لوبه کې ۶ وکټې واخستې. د پاکستان لخوا شاداب خان ۲، محمد عامر او وهاب ریاض ۱،۱ وکټ واخستو. د پاکستان غوره بالنګ له سببه د بنګله دېش ټوله لوبډله په ۴۴.۱ اورونو کې په ۲۲۱ منډو اوټ شوه او دغه شان پاکستان دغه لوبه په ۹۴ منډو وګټله.

د پاکستان لوبغاړو په دغه ګټه ښه خوشحالي وکړه خو د بنګله دېش پرضد د ننۍ لوبې ګټې باوجود، د پاکستان لوبډله د سیمي فاېنل نه بهر شوه.

دا وخت په پواېنټس ټېبل د پاکستان او نیوزيلېڼد لوبډلو ۱۱، ۱۱ پواېڼتونه دي خو د پاکستان رن رېټ یا د منډو جوړولو اوسط د نیوزي لېنډ نه کم دی نو ځکه د نیوزيلېنډ لوبډله سیمي فاېنل ته وتونکې څلورمه لوبډله شوه او پاکستان د ننۍ لوبې په ګټلو د ورلډ کپ نه بهر شو.

د نیوزيلېنډ تر څنګ اسټریلیا، هندوستان او انګلېنډ د وړاندې نه سیمي فاېنل ته وتلي. د اسټریلیا او هندوستان لوبډلې یوه یوه بله لوبه لري چې د دغې وروسته به د سیمي فاېنل د لومړي دوو ډلو فیصله کیږي.

XS
SM
MD
LG