لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنډورا پېپرز: عمران خان په کرپشن کې د ککړو پاکستانیانو د نومونو د خورېدو ملاتړ وکړ


انټرنیشنل کنسورشیئم اف انویسټیګیټو جرنلسټس (آئی سي آئی جې) د لوی نړیوال پلټنو پنډورا پیپرز په نوم د نړۍ د ۹۱ هیوانو او سیمو ۳۵ اوسنې او پخوانې مشرانو، ۳۳۰ سیاست مدارانو او عوامي نمائندګانو پټ مالیاتي دستاویزونه خپاره کړي دي چې په کې د ۷۰۰ پاکستانیانو نومونه هم شامل دي.

په دې کسانو کې د خزانې وزیر شوکت ترین، د تحریک انصاف پاکستان ګوند سنېټر، فیصل واډه، د پنجاب مشر وزیر عبدالعلیم خان، د وفاقي وزیر خسرو بختیار ورور، د وزیراعظم سلاکار وقار مسعود زوی، د واکمن تحریک انصاف اتحادي ډلې، مسلم لیګ ق مشر مونس اللهی، د پیپلز ګوند شرجیل میمن، د مسلم لیګ نواز ګوند مشر او پخوانی د خزانې وزیر اسحاق ډار زوی علي ډار نومونه شامل دي.

په دغه پېنډورا پیپرز کې د څه رېټاېرډ فوجي افسرانو، څه بنک کارانو، کاروباري مشرانو او مېډیا مالکانو آف شور (بهرملکي) کمپنۍ هم مخې ته راغلي دي.

پېنډورا پېپرز کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند وزیرانو نومونه مخې ته راتلو سره، دا پوښتنې رابرسېره کیږي چې حکومت به د دوی په اړه څه عملیات وکړي او دا به تر څومره حده پورې آزاد او شفافه وي.

وزیراعظم عمران خان د ټویټ د لارې، د مشرانو د نومونو مخې ته راتلو هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې د دغو پاکستانیانو په ضد به پلټنې کیږي او قصورواره ته به سزا ورکړل شي.

خو مخالفو ګوندونو د وزیراعظم عمران خان څه دغو وزیرانو په ضد د عملیاتو غوښتنې کړي چې نومونه یې په پېنډورا پېپرز کې راغلي.

د پیپلز ګوند یو مشر، رحمن ملک ویلي: «قانون غوښتنه کوي چې دغه کسان د خپلو چوکیو نه د پلټنو تر سره کېدو پورې، لېرې کړی شي. خو کتل به دا وي چې آیا قانون به عملي کیږي، وزیراعظم د دوی نه استعفې اخلي او د دوی په ضد آزادې پلټنې کیږي او که نه؟»

د جماعت اسلامي مشر، سراج الحق هم د وزیراعظم نه غوښتي چې د دې وزیرانو نه دې استعفې واخلي.

بل پلو ته د مسلم لیګ ن ګوند یو مشر احسن اقبال دا غوښتنه کړې ده چې وزیراعظم دې پخپله استعفا ورکړي ولې چې د دوی د کابینې د غړو نومونه په دغه پېپرز کې راغلي دي.

آئی سي ائی جې د دوو کلونو د پلټنو وروسته، دغه نوملړ تیار کړی و. د دې څخه وړاندې هم، دغې ادارې په کال ۲۰۱۵ کې، پاناما پېپرز لیک کړي و چې له سببه یې د پاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشریف او د هغه د زامنو په ضد مقدمې وچلېدلې او بیا نااهل ګرځول شوی و، ولې چې په دوی دا تور لګېدلی و چې د آف شور (بهرملکي) کمپنۍ د لارې یې په پاکستان کې د کرپشن د لارې ګټل شوې پیسې پټې ساتلې وې.

په دغه پېپرز کې د برطانیې د پخواني وزیراعظم ټوني بلېر، د اردن پاچا، د قطر د مشر، د چېک رېپبلک وزیراعظم، د اېکواډور او یوکراین صدرانو، د ګلوکاره شکېرا او د هند د کرېکټر سچن ټنډولکر آف شور کمپنۍ هم مخې ته راغلي دي.

د قانون ترمخه، که چېرې آف شور کمپنۍ، ډېکلېئر شوي وي او دغه کمپنۍ څه غير قانوني کاروبار دپاره نه وي کارول شوي، نو آف شور (بهرملکي) کمپنۍ جوړول خپله څه غیرقانوني عمل ندی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG