لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قامي اسمبلۍ کې عمران خان ته ٫٫ سلیکټډ پراېم منسټر٬٬ وېل منع دي


په پاکستان کې تیر کال د جولايي په میاشت کې د لانجمنو انتخاباتو یو کال وروسته د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر قاسم سوريپارلیماني غړي د وزیراعظم عمران خان لپاره د ٫٫ سلیکټډ٬٬توري کارولو نه منع کړي.

پاکستان کې د واکمن تحریک انصاف مخالفه سیاسي ګوندونه د روان حکومت د لومړۍ ورځې نه د تیر کال په انتخاباتو نیوکې کوي او وزیراعظم عمران خان په پارلیمان کې دننه او بهر د٫٫ پراېم منسټر سلیکټډ ٬٬ په نامه یادوي.

مخالفه ګوندونه دا توری په ښکاره په انتخاباتو کې د پاکستان د پوځ لانجمن رول او د انتخاباتو وړاندې د واکمن تحریک انصاف ګوند لپاره دهغوي په وینا د پوځ ملاتړ ته اشاره کوي.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت او د پاکستان پوځ بیا د مخالفه سیاسي ګوندونو دغه تورونه ردوي او د پي ټي ايي غړي وخت په وخت وايي چې د پاکستاني اولس د نورو سیاسي ګوندونو نه تنګ شوي وو نو ځکه يې دوي (پي ټي ايي) انتخاب کړي. د پاکستان پوځ هم د مخالفه سیاسي ګوندونو دغه تورونه رد کړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د توانايۍ وزیر عمر ایوب خان نن په قامي اسمبلۍ کې د بحث په وخت د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر قاسم سوري نه غوښتنه کړې چې د مخالفه سیاسي ګوندونو غړي دې وزیراعظم عمران خان ته د پراېم منسټر سلیکټ ویلو نه منع کړي.

د پخواني پوځي آمر ایوب خان ځوي عمر ایوب خان دا هم ویلي چې د پارلیمان د کاروايۍ په وخت که چرې څوک دغه ټکې وکاروي نو د اسمبلۍ دکاروايۍ نه دغه ټکی لرې ٫٫ حذف٬٬ کړی شي.

د عمر ایوب په غوښتنه که څه هم مرستیال سپیکر په دغې باقاعده امر جاري نه کړو خو په پارلیماني غړو يې زباني غږ وکړو چې د دغه توري کارولو ډډه وکړي. نوموړي د سلیکټډ توری د ټول پارلیمان لپاره د سپکاوی دی.

خو د پاکستان پیپلز پارټۍ مهرین رزاق د مرستیال سپیکر د غوښتنې وروسته هم وزیراعظم عمران خان ته ٫٫ سلیکټډ پراېم منسټر ٬٬ ویلي. د پراېم منسټر ٫٫ سلیکټډ٬٬ مطلب هغه وزیراعظم چې د بل چا لخوا خوښ کړی شوی وي.

د پاکستان پیپلز پارټۍ سېنټرې شیري رحمان د مرستیال سپیکر لخوا د دغه توري نه ویلو په غبرګون کې ویلي، که چرې عمران خان ٫٫ سلیکټډ٬٬ نه دی نو بیا ولې په دغه توري بندیز لګوي.

شیري رحمان ویلي چې د پیپلز ګوند چېرمېن بلاول بهټو د خلې نه وتلی ٫٫ سلیکټډ ٬٬ ټکی اوس د عمران خان پیژندګلو جوړه شوې. د سېنټر شیري رحمان ترمخه کوم خلک خپلو مخالفینو ته ٫٫ غله او ډاکوان٬٬ وايي نو عمران خان ته په ٫٫ سلیکټډ٬٬ وېلو ولې ویریږي.

د پیپلز ګوند چېرمین بلاول بهټو زرداري هم خپل غبرګون کې یوه زړه ویډیو خپره کړې او په ټوېټر يې لیکلي ٫٫ چې کله ما په خپله لومړۍ وینا کې وزیراعظم ته ٫٫ سلیکټ٬٬ ووېل نو هغه پخپله په دغې میز وډبوو او اوس هم په دغه ټکي پابندي لګوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG