لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنت گل کاکا پیغام: تعلیم، تعیلم او بس تعلیم


پیښور یونیورسټۍ کې د ځوي د کتاب د مخ کتنې په دستوره کې جنت گل هم موجود وو. جنت گل وايي د ځوي د کامیابۍ دا وخت ورته لکه یو خوب ښکاري
پیښور یونیورسټۍ کې د ځوي د کتاب د مخ کتنې په دستوره کې جنت گل هم موجود وو. جنت گل وايي د ځوي د کامیابۍ دا وخت ورته لکه یو خوب ښکاري
د خپلې بې تعلیمۍ په سبب جنت گل کاکا ځان د یو ړوند یا نا بینا کس سره شتبیح کوي. خو د هر چا د پاره د تعلیم پیغام لري.
فرید گل د جنت گل ځوی دی. د پلار د غربیۍ او بې وسۍ باوجود هم فرید گل د تعلیم په میدان کې لویه کامیابي ترلاسه کړې ده او د تعلیم سره سره يي لیک لوست او د شعر او شاعرۍ په میدان کې د ځان د پاره نوم گټلی دی.
فرید گل د برطانيي مډل سیکس یونیورسټۍ نه د کرمنالوجي او سوشیویالوجي اعلا تعلیم ترلاسه کړی دی او د خالي په ورځ پیښور یونیورسټۍ کې يي د انگریزۍ شاعرۍ کتاب Paris Hilton Vs The Poor Poet And Other Poems ښودنه هم وشوه.
د فرید گل د اعلا تعلیم په لورې د سفر قیصه د هغه د پلار جنت گل د غریبۍ، محنت، زیار او د هر څه نه زیات تعلیم سره د هغه د مېنې نه لیکلې شوي ده.
جنت گل د خپل ځوي د تعلیم د پاره خپل کور خرڅ کړی وو او چې کله يي ځوی برطانيي ته لاړو، تعیلم يي ترلاسه کړواو د گټې جوگه شو نو نه یواځې خرڅ شوی بلکه یو بل پوخ کور يي هم واخستو.
پیښور یونیورسټۍ کې د ځوي د کتاب د مخ کتنې په دستوره کې جنت گل هم موجود وو. جنت گل وايي د ځوي د کامیابۍ دا وخت ورته لکه یو خوب ښکاري.
جنت گل وايي د هر چا د پاره، که مسلمان او هر څوک دی، پیغام تعلیم دی.
جنت گل پیښور کې د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال حمیدالله سره خبرې اترې کړې دي تاسو يي دلته اوریدی شۍ:
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:59 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG