لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه باید عصري بیانیه خپله او قام پالنې ته پراختیا ورکړي: پښتو سیمینار


پښتنو لیکوالانو او پوهانو، د عصري بیانیې په خپلولو، د قام پالنې فکر ته پراختیا ورکولو، او د پښتو ژبي د هر اړخیزې ودې او پراختیا لپاره په هره کچه د ګډ کار کولو په اړتیا ټينګار کړی دی.

دا خبره د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې درې ورځني پښتو سېمینار ته لیکوالانو، ادیبانو، پوهانو او شاعرانو په خپله وینا کې کړې ده.

د سېمینار عنوان وو پښتو ادب د نیمې پېړۍ مزل - فکري او نظري رجحانونه

سېمینار د جولاي له پنځمې څخه د جولای تر اوومې پورې دوام درلود چې پکې علمي مقالې وړاندي شوې او بحثونه وشول.

پروفېسر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر برکت شاه کاکړ ‌‌‌‌‌‌ډیوه ته وویل برخه والو په پښتو ادب کې په سائنسي بیانیه، سیاسي بیانیه، په پښتون ملت کې طبقاتي توپیر، وراسه مکالمه دښځو په برخه او ګډون او د ملت پالنې په موضوعګانو بحثونه وکړل.

ډاکټر برکت وویل په اوسني وخت کې چې پښتانه له یوه مهم پړاو څخه تېریږي د پښتنو د پوهانو او څېړونکو د ‌‌‌‌‌‌ډلو یا تهینک ټېنکس په ارزښت او ضرورت هم خبرې وشوې او د دې لپاره په سملاسي توګه د کار او تماسونو په شورو کولو ټينګار وشو.

وتلی لیکوال او شاعر عارف تبسم وایي دغه سیمینار کې په پښتني ټولنه کې د ښځو د برابرۍ، هغويي ته د زدکړو غوره چاپېریال برابرول، په نړیواله کچه د پښتنو تر منځه علمي تړون جوړه ول، او د نويو نظرونو او لیکوالانوهرکلی او ستاینه کول، او د قام پالنې فکر ته پراختیا ورکولو باندي هم بحثونه وشول.

ښاغلي تبسم وویل د سېمینار په زړه پورې خبره دا وه چې پکې د شمالي و جنوبي پښتونخوا د پوهنتونو تر څنګ د کابل، ننګرهار او د افغانستان د نورو برخو محصیلینو هم برخه درلوده چې د زده کونکو تر منځه د اړیکو او یو د بل په ستونزو د خبریدو هم ښه موقع وه.

د سېمینار برخه والې یوې پښتنې لیکوالي پروفیسر شفاء کاکړ، چې د دریو کتابونو لیکواله ده ډیوه ته وویل، د نورو وختونو په پرتله دې وار سېمینار کې د میرمنو ګډون زیات وو او ‌‌‌‌‌‌ډېرو لیکوالانو خپلي لوڼي هم له ځان سره را وستلې وې.

مېرمن شفاء دا خوشبیني وښودله چې د پښتنو په ټولنه کې د نرواکۍ زور په ماتېدو دی او ښځې سوکه سوکه مخ په وړاندې رواني دي.

پروفیسر شفاء وویل پښتون تر هغو د یو ملت بڼه نسي درلودلی تر څو چې یي ښځي برابري نه وي ګڼلې او د ژوند په هر ‌‌‌‌‌‌ډګر کي یې د پر مختګ لپاره هڅولي نه وي.

نومیالي خبریال او لیکوال زرین انځور وویل پښتو په ولسي کچه ‌‌‌‌‌‌ډېره بډایه او پياوړې ده خو د حکومتونو په کچه ورته ‌‌‌‌‌‌ډېره پاملرنه او پانګونه پکار ده، د ده په وینا د افغانستان حکومت د ژبو د ودې لپاره کارکوي خو د پښتو لپاره تر کرښو پرته په ګډه ‌‌‌‌‌‌ډېر څه کولو ته اړتیا شته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG