لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستانی پاسپورټ، د نړۍ یو له پنځو تر ټولو کم اعتباره پاسپورټ گڼل کیږي


د شهریت او اقامت په برخه کې عالمي ادارې، هینلي اینډ پارټنرز، د نړۍ د هیوادونو د پاسپورټونو په اړه خپله نوې ارزونه خپره کړې چې له مخې یې، سږکال پاکستانی پاسپورټ، د نړۍ په گرده هیوادونو کې ١٠٢ نمبر پاسپورټ گڼل شوی دی.

دغه درجه بندي پر دې اساس شوې چې د مختلفو هیوادونو د پاسپورټ لرونکي، څومره زیاتو هیوادونو ته د ویزې بغیر سفر کړای شي. د هینلي پاسپورټ انډېکس له مخې، د پاکستاني پاسپورټ درلودونکي اوس مهال د نړۍ یوازې ٣٣ هیوادونو ته، بغیر له دې چې وار له مخې ویزه یې واخلي، کولای شي سفر وکړي. په دغو ٣٣ هیوادونو کې، اکثریت یې غریب افریقایي هیوادونه دي. یوازینی عربي ملک چې پاکستاني شهریت لرونکي بغیر له ویزې ورتلای شي، هغه قطر دی.

بل پلو، هند چې د پاکستان سیال هیواد گڼل کیږي، د دغې ارزونې له مخې ٧٩ نمبر دی، او د هندي پاسپورټ لرونکي کسان کولای شي د نړۍ ٦١ هیوادونو ته، بغیر له دې چې وار له مخې یې ویزه واخلي، سفر وکړي.

د نړۍ په ټولو هیوادونو کې، یوازې د سومالیا، شام (سوریه)، افغانستان، او عراق پاسپورټونه د هینلي پاسپورټ اینډېکس له مخې، د پاکستاني پاسپورټ څخه په ښکته درجه کې دي. له پاکستان څخه یوه درجه پورته بیا، د جنگ ځپلي هیواد، یمن پاسپورټ غوره گڼل شوی.

جاپان د لیست په سر کې ځای لري، او د نړۍ تر ټولو غوره پاسپورټ، د جاپان بلل شوی چې لرونکي یې کولای شي ١٩٠ ملکونو ته، له ویزې بغیر سفر وکړي. سینگاپور او جنوبي کوریا دواړه په شریکه دویمه درجه کې دي. امریکا او برطانیه بیا دواړه په دې لیست کې شپږم ځای لري.

د هینلي پاسپورټ اینډېکس، له څوارلسو کلونو راهیسي د بیلابیلو هیوادونو د پاسپورټونو درجه بندۍ خپروي او د دې درجه بندۍ اساس یې، د هوایي ټرانسپورټ له عالمي اسوسیشن څخه تر لاسه شوي د مسافرتونو معلومات دي.

د پاکستاني پاسپورټونو لرونکي وگړي، دغو ٣٣ ملکونو/ځایونو ته بغیر له دې چې وار له مخې یې ویزه واخلي، ورتلای شي:

آسیا:

کمبودیا

مالدیف

نیپال

ختیز تیمور

افریقا:

بینین

کیپ وېرډ آیلنډ

کومورېس آیلنډ

جیبوټي

گیني باسو

کینیا

ماداگاسکر

موریطانیه

موزمبیق

روانډا

سیشلز

سومالیا

تانزانیا

ټوگو

یوگانډا

اوقیانوسیه:

کوک آیلنډز

مایکرونیشیا

نیئو

پالاو آیلنډز

سامائو

تووالو

وانواتو

کارابین:

دومینیکا

هیټي

مونزیزات

سینټ وینسنټ او گرانیډاز

ټرینیداد او توباگو

امریکا:

بولیویا

منځنی ختیځ:

قطر

XS
SM
MD
LG