لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: د پېښور بي ار ټي پرانېسته په داسې حال کې کیږي چې ځینې برخې یې لا نه دي مکمل


د پېښور بي ار ټي پروژه په کال ۲۰۱۷م کې د تحریک انصاف صوبايي حکومت د ۴۹ اربه روپو په لګښت سرته رسولو پېل کړې وه او په شپږو مياشتو کې مکمل کولو دعوې يي کړې وې خو د پروژې په ډيزاين کې وخت په وخت بدلون راوستو سره منصوبه د ځنډ ښکار شوه او خوا وشاه درې کاله وخت یې واخیستلو
د پېښور بي ار ټي پروژه په کال ۲۰۱۷م کې د تحریک انصاف صوبايي حکومت د ۴۹ اربه روپو په لګښت سرته رسولو پېل کړې وه او په شپږو مياشتو کې مکمل کولو دعوې يي کړې وې خو د پروژې په ډيزاين کې وخت په وخت بدلون راوستو سره منصوبه د ځنډ ښکار شوه او خوا وشاه درې کاله وخت یې واخیستلو

ماهرين وايي د خېبر پښتونخوا حکومت د پېښور بي ار ټې بسونو منصوبې پرانېسته په داسې حال کې کوي چې د پروژې ځيني مهمې برخې لا اوس هم نه دي مکمل شوي.

بلخوا د خېبر ښتونخوا صوبايي حکومت وايي چي لومړی به بي ار ټي بسونو ته سبسډي ورکولی شي او بيا به د بي ار ټي بسونه او د منصوبې سره تړلې کاروباري مرکزونه دومره پېسې پېدا کوي چې خپلې ټولې خرچې به پوره کولې شي۔

سيد وقار احمد چې د ټرانسپورټ په څانګه کې ۱۳ کاله په نړيواله کچه تجربه لري وايي چې د خېبر پښتونخوا حکومت د بي ار ټي لپاره کومه قرضه اخېستې د هغې هرکال قستونه جمع کول او بيا د دې منصوبې د پاره سبسډي يا مرعات ورکول په صوبايي بجټ اضافي بوج راوستی شي۔

" موجوده وخت کې که تاسو د ډالر او يورو حساب کتاب ووکړې نو دې نه خواوشاه ۹۰ اربه روپې جوړېږي، دا دومره غټه پېسه دوي قرض واخېسته نو دا به څانګه پوره کېږي دې قستونه به ورکول وي۔ دويم دوي دا وايي چې د يوسر نه بل سره پورې به ۵۰ روپې کرايه وي نو د يو ائر کنډيشن بس دومره پېسې پېدا کولې شي چې اول دا خپل خرچ پوره کړي په ۵۰ روپو کې او دويم دا چې قرضه به هم پوره کړي؟ "

نوموړي زياته کړه د پېښور چټک بسونو په منصوبه کې اوس هم ډېرې ځيني برخې په نيمې کې پاتې دي چې د منصوبې د پرانستو نه وړاندې پوره کول ضروري وو۔

" کوم ډرئيوران دي او په دفترونو کې عمله ده په دې کې ډېره عمله نه ده برتي شوې، دغه شان په دغه ځايي کې د پارکنګ سهولت دی هغه هم دې جوړ کړې شوې، دا بسونه چې کوم دي دا هم په ډيزل چلېږي او دويم چې کوم دې نو دا په بجلۍ به هم چلېږي نو نو دې د پاره هغه چارجنګ سټېشنز هم نه دي جوړ کړې شوي"

د بس رپېډ ټرانزټ يا بي ار ټي پروژې د چارواکو ترمخه په دې منصوبه کې ۲۹ کلوميټره فاصله کې ځايي پرځايي ۳۱ سټيشنز جوړې کړې شوې او روزانه حساب سره به ۲۲۰ بسونه د مسافرو د وړولو د پاره کارولی کېږي۔

پېښور کې د ډان ټيلي ويژن بېورو چيف علي اکبر وي او ای ډيوه ته وويل چې نېب او ايف ايي اې په ياده منصوبه کې شوې بد عنوانې او کوتاهو په اړه کوم راپورونه تيار کړي هغه په وخت ښکاره کول پکار وو نه چې هغه د عدالت د لاري ودرولې شوې وې۔

" د دې نېب هم رپورټ کړې دې د دې ايف ايي ای هم رپورټ تيار کړې دې په هغو کې دا خبره واضحه ده چې د دوي هېڅ منصوبه بندي نه وه شوې او يو ډرامه غوندې شوې ده په هرځاۍ او په هر موړ باندې نو دا خو خکاره ده چې بې ضابطګي پکې ډېره شوې۔ زما په خيال خو د دې وخت سره سره جائزه اخېستل پکار دي او کوم ځايي کې چې خرابي نو متعلقه کس ته سزا ورکول پکار دي"

هغه زياته کړه په ياده منصوبه کې د سائيکلو د پاره ځانګړي لار يا ټريک هم شامل دې چې لا نه دې پوره شوې، او کوم شاپنګ مالز او نور اړونده د پروژې برخې چې دي هغه هم د نيمګړتيا ښکار دي۔

په دې اړه د پېښورښار پرمختيايي ادارې يا پي ډي اې مشر سيد ظفر علي شاه وي او ای ډيوه ته وويل چې کوم کارونه په دې پروژه کې نيمګړي پاتې دي هغه به ډير زر مکمل کړې شي او دا چې د بي ار ټي د پاره به د دې منصوبې لاندي جوړې شوو پارکنګ پلازو او دوکانونو نه خرچه پوره کولی شي۔

" د کوم مسنګ فېسيليټيز چې دوي خبرې کوي نو د هغې د بي ار ټي اپرېشن سره هېڅ تعلق نيشته، دا پلازې د پروژې برخه ده او حکومت د فنانشل سسټېنبيليټي د پاره حکومت دا پلان کړې وې او دې نه چې کومه ګټه رازي نو هغه به په بي ار ټي لګي، نو دا د کوډ ۱۹ له امله د ځنډ ښکار شوې وې او انشالله په دسمبر کې به دا مکمل شي۔ دا هر يو شې چې پوره شي نو زمونږه خرچه به ۶۹ بيلين روپې ته به اورسي تر اوسه پورې زمونږه ۶۶ بيلين روپو ته رسېدلي يو"

د پېښور بي ار ټي پروژه په کال ۲۰۱۷م کې د تحریک انصاف صوبايي حکومت د ۴۹ اربه روپو په لګښت سرته رسولو پېل کړې وه او په اوله کې دا پروژه په شپږو مياشتو کې مکمل کولو دعوې يي کړې وې خو د پروژې په ډيزاين کې وخت په وخت بدلون راوستو سره دغه منصوبه د ځنډ ښکار شوه او خوا وشاه درې کاله وخت يي واخېتسو۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG