لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وسله والو په حمله کې پیښور سره نزدې ٢ پولیس وژل شوي


د پشته خرې تاڼې مشر سریر خان مطبوعاتو ته ویلي حمله کې د پولیس خصوصي دستې دوه غړي وژل شوي او د حملې ورسته امنیتي ځواکونو د لټون کاروائي شورو کړه
د پشته خرې تاڼې مشر سریر خان مطبوعاتو ته ویلي حمله کې د پولیس خصوصي دستې دوه غړي وژل شوي او د حملې ورسته امنیتي ځواکونو د لټون کاروائي شورو کړه
د خیبر پښتونخوا صوبې مرکزي پیښور سره نزدې د امینتي ځواکونو په یو پوسټ باندې وسله والو حمله کړې ده چې پکې دوه پولیس وژل شوي دي.
د پولیس په پوسټ حمله د پیښورپه مضافاتو کې رنگ روډ باندې د پشته خره پولیس تاڼې په حد کې شوي ده.
د پشته خرې تاڼې مشر سریر خان مطبوعاتو ته ویلي حمله کې د پولیس خصوصي دستې دوه غړي وژل شوي او د حملې ورسته امنیتي ځواکونو د لټون کاروائي شورو کړه.
په سمدستي توگه د حملې د ذمه وارۍ په حقله څه رپورټ نه دی راغلی خو ددې نه وړاندې هم پیښور او شا او خوا سیمو کې په پولیس او نورو امنیتي ځواکونو حملې شوي دي چې پړه خو يي یا طالبانو خپله منلي ده او چارواکو د حملو ذمه واري په طالبانو اچولې ده.
پشته خره کې په پولیس د حملې یوه ورځ وړاندې د پیښور په بله مضافاتي سیمه بډه بیره کې د امنیتي ځواکونو قافلې سره نزدې د بم خلاصیدو په نتیجه کې ١٧ کسان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG