لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا د پولیسو بل مخ


د یوې تاڼې په سر پښتونخوا کې صرف یو گاډی یا موبائل دی چرته چې ډیر زور شي نو دوه يي کا هغې ته هم په هره دویمه دریمه ورځ چرته نه چرته ترهگرو بم ښخ کړی وي، په بم يي والوځوي، گاډی هم تباه شي او پکې ناست خوار پولیس والا هم. که بم نه وي نو دومره گولۍ پرې او وروي چې گاډی هم او پکې ناست پولیس والا هم سوري سوري شي
د یوې تاڼې په سر پښتونخوا کې صرف یو گاډی یا موبائل دی چرته چې ډیر زور شي نو دوه يي کا هغې ته هم په هره دویمه دریمه ورځ چرته نه چرته ترهگرو بم ښخ کړی وي، په بم يي والوځوي، گاډی هم تباه شي او پکې ناست خوار پولیس والا هم. که بم نه وي نو دومره گولۍ پرې او وروي چې گاډی هم او پکې ناست پولیس والا هم سوري سوري شي
په خیبر پښتونخوا کې به څوک داسې نه وي چې ریاض خان، خان رازق، ملک سعد او صفوت غیور نه پیژني. دغه ټولو د پولیسو یونیفارم کې ځما او ستا ژوند خوندي ساتلو لپاره ځانونه په بمونو الوځولې.
د خیبر پښتونخوا اولس د یو تاریخي اړی گړي ښکار دی. که یو خوا اولس د ترهگرۍ غوندې بلا مقابله کۍ نو بلخوا د پښتونخوا پولیس هم د اولس نه څه کم نه دی. اولس د غربت، بې روزگارۍ، گرانۍ او د کمې تعلمي شرحې مقابله په تش لاس کوي نو هم دغه رنگ دغه اولس له تحفظ ورکول او په کمو وسائلو کې خپلې گرانې ذمه وارۍ سر ته رسولو لپاره ددوي پولیس هم د ستائنې وړ دی.
په پولیسو باندې الزام لگول نه خو څه نوي خبره ده او نه گرانه هر څوک چې خوله پورته کۍ نو وايي پولیس ډیر کرپټ دی خو ولې ددوي د بهادرۍ ستائنه به ډېرو کمو خلکو اوریدلې وي. د پښتونخوا پولیس دې نه انکار نه کوي چې کرپشن یا بډې رشوتونه پکې شته خو ولې که وگورو په دنیاه کې یوه هم داسې اداره به څوک وو نه مومي چرته چې یا خو بډې رشوتونه نیشته یا پکې کارکونکو باندې د بډو رشوتونو الزامونه.
تاثر داسې جوړ دې چې گنې پښتونخوا کې کرپشن ډیر دی خو ولې که د پاکستان احتساب قامي ادارې د تیر کال په هکله شمیرو ته ووگرو نو وايي ٦٥ فیصده کرپشن په پنجاب صوبه کې دی بله دا چې پولیس باندې الزام ډیر په اسانه لگي ولې د پاکستان غوندې ملک کې د فوج یا د کومې بلې امنیتي ادارې چې د فوج سره تړلې دي څوک نوم نشې اخیستې او که څوک پرې الزام لگوي نو د هغې به دروند قیمت ادا کوي. حامد میر او جیو ټي وي يي ورستی مثال دی.
د لږې تنخا او د خپل کور انغري گرم ساتلو لپاره د پښتونخوا دا پولیس خودکشو ته ور غاړ وځي او د خلکو د تحفمظ لپاره ځان وژني. ددوي دښمن سره جدیده وسله، خود کش جیکټې، نوي نوي گاډي بمونو وي ولې دوي ورته فقط د یو پخواني ټوپک په لاس تیار ولاړ وي.
فیاض طورو د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر هم پاتې شوی دی، د هوم سیکریټري په عهده هم پاتې شوی دی او په تیر صوبائي موقتي حکومت کې داخله وزیر هم وو او نن سبا پښتوخوا کې د پولیس د اصلاحاتو د کمیټۍ مشري، دوي د پښتونخوا د پولیسو د کارکردگۍ په هکله ډیوه ریډیو ته منلي چې په ډیرو کمو وسیلو کې په ډیر جرات او بهادرۍ خپل ذمه وارۍ ترسره کوي او هغه څه کوي چې ددوي کار نه دی. دوي وايي فوج هم هغه تربیت نه لري څه رنگ کار چې د پښتونخوا پولیسو نه اخیستی شي.
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:36 0:00
Direct link
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:00:26 0:00
Direct link


دا يي لا څه کی. دی وايي ١٦ نه واخله ١٨ گنټو پورې ډیوټي کوي او د شفټ بدلولو هیڅ نظام نه لري. دوي وايي یو داسې فورس جوړلو پکار دي چې د مختلف انتظامي ویش او سیاسي اثررسوخ نه ازاد وي.
د وسیلو خبره که کوو نو د ټولو ضروري ټیکنالوجي ده. د ټیکنالوجۍ په مد کې د پښتونخوا پولیس ډیر شاته دی. دومره شاته چې تیر صوبائي حکومت مثالي ٢۴ بیلینه روپۍ ورکړې دي خو فیا‍ض طورو وايي دومره ټیکنالوجي دومره ضرورت دی چې دا رقم اوړو کې د مالگې برابر دی.
د پښتونخوا پولیس سره داسې وائرلیس سیټونه دي چې که چرې پولیس د یو بل سره پټه خبر کوي نو عام خلک يي په ایف ایم ریډیو اوریدلی شي. راځۍ چې لږې د کیمرو خبرې وکړو. پیښور د پښتونخوا دارالخلافه ده او په هره دویمه دریمه ورځ پکې د ترهگرۍ څه نه څه پیښه مخې ته راځې ولې په غونډ پیښور کې د فوجی عمارتونو نه علاوه یو ځائې هم کمیرې نه لیدلی کیږي.
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:29 0:00
Direct link


د یوې تاڼې په سر پښتونخوا کې صرف یو گاډی یا موبائل دی چرته چې ډیر زور شي نو دوه يي کا هغې ته هم په هره دویمه دریمه ورځ چرته نه چرته ترهگرو بم ښخ کړی وي، په بم يي والوځوي، گاډی هم تباه شي او پکې ناست خوار پولیس والا هم. که بم نه وي نو دومره گولۍ پرې او وروي چې گاډی هم او پکې ناست پولیس والا هم سوري سوري شي.
نومیالی صحافي جاوید عزیز وايي کوم کار چې د فوج یا پیرا ملیټري فورسز دی هغه د مجبورۍ نه د تیرو لسو کالو نه د خیبر پښتونخوا پولیس کوي. دوي وايي د کال ٢٠٠٦ نه تر د مارچ ٢٠١۴ مه پورې ١٠٠٢ پولیس والا وژل شوي دي.
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:00:20 0:00
Direct link

د پولیس قربانو د ترهگرۍ خلاف جنگ کې یو شمیر خلک د ترهگرو د حملو نه بچ کړې دي. دوي ځان په خودکشو وژلی خو خلک يي بچ کړې دي. وخت راغلی خو څه په تیریدو دی چې حکومتونه دې هم دوي سره هغه شان مرسته وکړي څنگه چې پکار ده. د تحریک انصاف حکومت د پولیسوورځ ښه کولو او ددوي په نظام کې د اصلاحاتو راوستلو لوړې وعدې کړې وي او گورو چې اوس کوي څه؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG