لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ماهرین: په یخ موسم کې د فضا خیچن والی د کرونا وایرس د خپرېدو سبب کېدلی شي 


د پېښور پوهنتون د ماحولياتو څانګی اسټنټ پروفيسر ډاکټر آصف خان وي او ای ډيوه ته وويل اوس هم په ښار کې چلېدونکو ګاډو، د شويو کارخانو او د ښختو د بټو نه وتونکو ګېسونو له امله د ښار هوا ډېره خیچنه ده،

په خېبر پښتونخوا کې د ماحولياتو او د صحت د چارو پوهان وايي چې سږ کال د يخنۍ په موسم کې فضايې الودګي او سموګ يا په لړه کې شامل زرات او ګېسونه د کرونا وايرس خورېدو او د کرونا وبا په پېښو کې زيات والی راوستلی شي۔ ماهرين زياتوي د خیچن والي د عواملو د مخنيوي د پاره د حکومتي ګامونو ترڅنګ د عام ولس هم زمه واري جوړيږي چې د کرونا وايرس پرضد په ټولو سپارښتنو عمل وکړي او ماسک ضرور استعمالوي ځکه چې د فضايي الودګۍ نه متاثره خلک په اسانه د کرونا وايرس نه ناروغه کېدلی شي۔

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت وايي د کارخانو، د ښختو بټو او د موټرو نه وتونکو لوګو او ګېسونو د مخنيوي د پاره يې هلی ځلی پېل کړيدي او کوم خلک چې د ماحولياتو د څانګې په هداياتو عمل نه کوي او هوا ککړه وي نودرنې جرمانې پرې لګوي۔

د کال 2016 د صحت د نړيوالې اداری په يو رپورټ کې د خېبر پښتونخوا سر ښار پېښور کې د هوا د خیچن والي په لحاظ د نړی د ټولو نه زیات ککړ ترينو ښارونو په نوم لړ کې شامل و. په موجوده وخت کې د ښار د هوا د معيارپه اړه د پېښور پوهنتون د ماحولياتو څانګی اسټنټ پروفيسر ډاکټر آصف خان وي او ای ډيوه ته وويل اوس هم په ښار کې چلېدونکو ګاډو، د شويو کارخانو او د ښختو د بټو نه وتونکو ګېسونو له امله د ښار هوا ډېره خیچنه ده، هغه وايي په هوا کې موجودې زری د کرونا وايرس خورېدو سبب جوړېږي۔

نوموړي زياته کړه د يخ د موسم نه وړاندی د هوا په خیچنوالي قابو مندل ډېر مهم دي ځکه چې په دغه موسم کې زهرجنې مادې او ډول ډول زری د ګرمۍ موسم په پرتله په زيارت مقدار کې په فضا کې موجود وي۔ "په ژمي کي د هوا د الودګۍ مقدار زيات وي ځکه چې د هوا سفر کول کم وي د وړي په نسبت او دې سره د کرونا وايرس ټرانسمېشن زيات وي او دا خورېدلی شي"

د پېښور په لېډي ريډنګ هسپتال کې د سينې د مرضونو متخصصه ډاکټر شمایله جاويد وي او ای ډيوه ته وويل د کرونا وايرس له امله زياتره هغه مريضانو ژوند د لاسه ورکړی چې د سينې يا په نورو بيمارو کې اخته وو. هغه وايي بايد خلک په داسې ککړې هوا کې د مخ پټولو ماسک ضرور کاروي ځکه چې دې سره به نه يوازی دوي د سينې د بيمارو نه خوندي وي بلکې د کرونا وايرس لګېدو خطره به هم ډېره کمه وي۔

ډاکټر شمایله وايي د دوړو او لوګو له وجې خلک ډېر په اسانۍ د سينې ناروغو ښکار کېږي او په هغو کې مونږه سره دمه بيماري هم شامل ده او دې نه علاوه نورې ناروغې هم شته، د دې ناروغو له وجې نه د سينې مدافعت چې کله کم شي او بيا چې کله کرونا مرض ورته ولګي نو بيا ډېر په اسانه باندې مريض په پيچيده مسلو کې اخته شي او بيا ډېر په ګرانه صحت مند کېږي نو دې له پاره پکار دي چې خلک په سپارښتنو يا اېس او پيز عمل وکړي.

د خېبر پښتونخوا د ماحولياتو وزير سيد اشتياق اورمړ په وروستيو کې وي او ای ډيوه ته ويلي وو چې کوم ګاډي زيات مقدار کې لوګي پرېږدي نو اړونده ادارې د هغو خلاف کاروايي کوي او کومو کارخانو کې چې په ساینسي اصولو عمل نه کېږي او زيات مقدار کې زهرجن مادې او ګېسونه خارجوي نو په هغوي درنې درنې جرمانې لګولې شي۔

ښاغلي اورمړ وویل صوبايي حکومت د ښختو بټو نه د لوګي اخراج د کموولو دپاره نوي ټېکنالوجي متعارف کوي او د ماحولياتو څانګی د اصولو دلاندې به چاپېریال ته زیان رسوونکي کارخانې به ونې (درختې) نالوي.

نن د نهی په ورځ پېښور کې د امريکې قونصل خانې لخوا په ټويټر جاري شوي معلوماتو کې ښودلی شوي چې د پېښور اير کوالټې انډيکس يا د هوا د ککړتيا معيار تر دې دمه 106 ريکارډ شوېدی، معلومات زياتوي چې د هوا د خیچن والي دا معيار د ټولنې حساسی ډلی د پاره مضر دی۔

د ماحولياتو ماهرين وايي د هوا صفا ساتلو د پاره په ښختو بټو، کارخانو او د ګاډو په سایلېنسرو کې هغه کيمايي مادې کارول مهم دي چې د لوګي نه زهرجنې مادې ختمې کړي او دغه زهريله ګېسونه ماحول دوست وګرزوي۔

XS
SM
MD
LG