لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خېبرپښتونخوا او پنجاب کې د پټرولو سخت کمی رامخې ته شوی


څيړونکي وايي د پټرولو کمی د حکومتي نااهلۍ او کمزورې انتظاميې له کبله رامنځته شوی دی .

د ابادۍ په لحاظ د پاکستان ترټولو غټې صوبې پنجاب سره د پټرولو د نشتوالي ستونزه د خېبرپښتونخوا صوبې پورې هم غځېدلې ، او هلته هم د پټرولو زيات پمپونه بند شوي دي .

پنجاب صوبه کې نن شپږمه ورځ وه چې زياتوخلکو ته پټرول نه دي ميلاؤ شوي ، او د پلازمينې اسلام اباد په گډون د صوبې په ټولو ښارونو کې پټرول پمپونه تړلي پراته دي .

بل لورته د پټرولو د کمي ستونزه په خېبرپښتونخوا کې هم رامنځته شوې ،او د صوبې په ډېرو پمپونو کې پټرول نه مېلاويږي ، راپورونه وايي چې راتلونکو ۲۴ ساعتو کې به دغه مسله نوره سېوا شي ، او پمپونو کې پراته تېل به هم ختم شي .

د سرکاري ميډيا ترمخه وزيراعظم نوازشريف د پټرولو د نشتوالي په ستونزه نوټس اخيستی ، او صبا د گل په ورځ يي د دغې ستونزې د هواري دپاره اسلام اباد کې يوه غونډه رابللې ده . او په دغې لړ کې د مهمو پرېکړو اعلان امکان لري .

وزيراعظم يو بيان کې وئيلي د پټرولو د کمي د پوره کولو او خلکو ته د پټرولو رسولو دپاره به هر ممکن گام پورته کولی شي .

تېره ورځ هم وزيراعظم د تېلو د کمي رامنځته کېدو په لړ کې زمه وار څلور افسران معطل کړي وو .

راپورونه وايي خېبرپښتونخوا کې يواځې په حکومتي پټرول پمپونو (پاکستان سټېټ ائيل) کې پټرول مېلاويږي او هغه هم په محدوده پېمانه باندې . له دې نه علاوه که چرته بل ځايې پټرول ترلاسه کيږي نو بېعې يي لوړي وي .

صوبه کې چې د وړاندې نه د سي اين جي گېس کمی دی ، او خلک په گهنټو گهنټو گاډو کې د گېس اچولو دپاره په قطارونو کې ولاړ وي ، دغه ډول حالات وس د پټرولو دپاره هم جوړ شوي دي .

د خېبرپښتونخوا صوبې د پټرول پمپونو د مالکانو د اتحاديي جنرل سيکرټري خالدخان وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې وئيلي ، که حکومت دغه مسله زرهواره نه کړه نو د صوبې په پمپونو کې موجود پټرول به ختم شي ، او دا مسله به نوره زياته شي .

د نوموړي په وينا صوبه کې د سي اېن جي گېس پمپونه خلاص دی ځکه لا ډېره مسله نشته ، خو که چرته د تيلو د کمي سلسلې دوام ولرو نو د دلتې نه به پنجاب ته پټرول سمگل کېدل پېل شي ، او دا بحران به لا نور زيات شي .

د راپورونو ترمخه پاکستان کې د تېلو د تقسيم کار کمپنۍ پاکستان سټېټ ائيل (پي اېس او) وينا ده چې سرکلر ډيپت يې ۲۳۰اربه روپو ته رسېدلی دی ، او سرکاري د بجلۍ د پېدوار او قامي هوا بازۍ کمپنۍ (پي ائي ای) باندې د پي اېس او په اربونو روپۍ قرض اوختی دی ، نو په داسې کې پې اېس او په ملک کې د پټرولو کمی نه شي پوره کولی .

بل لورته چې په ملک کې په ورستيو کې د تېلو بېعې کمې شوي دي ، سرچينې وايي د تېلو شخصي کمپنو د تاوان نه د بچ کېدو له ويرې ځان سره تېل ذخيره کول پرېښودي دي . څيړونکي وايي د پټرولو کمی د حکومتي نااهلۍ او کمزورې انتظاميې له کبله رامنځته شوی دی .

پنجاب صوبه چې د پټرولو د نشتوالي له کبله تر ټولو زياته اغېزمنده ده ، نن د اتوار په ورځ د صوبې په سرښارلاهورکې د سي اېن جي گېس پمپونه خلاص شوي ولې خلک وايي چې د گېس پرېشرهم کم دی ، او په زياتو علاقو کې د سي اېن جي پمپونه هم تړلي پراته دي .

د پنجاب حکومت په وينا د پټرولو د نشتوالي د ستونزې په هوارولو کې څو نورې ورځې وخت لگېدی شي .

XS
SM
MD
LG