پاکستان کې پټرول نور ګران کړل شوي، د يو ليټر پټرول قيمت نهه روپۍ 66 پېسې سېوا کړل شوی، او په ملک کې د يو ليټر پټرولو بيعه 289 روپو او 41 پېسو ته رسېدلی دی.
د پاکستان د خزانې وزارت د تيلو نوې بيعې جاري کړي او ويلي يې دي، په نړيوال مارکيټ کې پټرول ګران شوي او ډيزل ارزان شوي دي ځکه پاکستان کې د تيلو قيمتونه بدل کړل شوي او نوی قيمت به نن د اپرېل د لومړۍ نېټې څخه عملي وي.
د خزانې وزارت ترمخه يو ليټر پټرول نهه روپۍ او 66 پېسې ګران کړل شوي او ډيزل درې روپۍ او 32 روپۍ ارزان کړل شوي دي.
د ډيزلو په قيمت کې د کمي سره يو ليټر 282 روپو او 24 پېسو ته راټيټ شوی دی. د پټرول ګرانولو په سر په ټولنيزو رسنیو په حکومت نيوکې شوي دي.
روزينه خان په اېکس (پخواني ټویټر) پوسټ کې ویلي،
"غريبانو ته د ويړيا برق ورکولو وعدې کوونکو د پټرول بم غورځول پيل کړل".
خبریالې عاصمه شېرازي ویلي،
"د پټرول د قيمتونو سېوا کېدو سره د ګرانۍ نوی طوفان راشي. قيمتونه سېوا کول که مقصد وي نو کم از کم ناجايزه ګټه خوري خو دې ودرول شي. په څرګنده مرکزي او صوبايي حکومتونه په دې کې هم پاتې راځي".
پاکستان کې هر 15 ورځې وروسته د تیلو نوي قيمتونه ټاکل کيږي.
له دې په 16م مارچ د پټرولو په بيعه کې هیڅ بدلون نه وو شوی، د يو ليټر پټرولو بيعه 279.75 روپۍ په ځای ساتل شوې وه او ډيزل 1.77 روپۍ ارزان کړل شوي او د يو ليټر ډيزلو نوی قيمت 285.56 روپۍ ټاکل شوی وو.
له دغې وړاندې د مارچ په لومړۍ نېټه پټرول څلور روپۍ او 13 پېسې ګران کړل شوي او د ډیزو بيعه په ځای ساتل شوې وه.
او د اتمې فرورۍ د عامو انتخاباتو پس د تېلو او ګېسو بيعې سېوا کړل شوې وې ، يو ليټر ډيزل اته روپۍ 37پېسې او پټرول دوه روپۍ او 37پېسې ګران کړل شوي وو. دغه رنګ د ګېسو قيمتونه 67 فيصده زيات کړل شوي وو.
او له دغې نه وړاندې په لومړۍ فرورۍ نګران حکومت هم هیواد کې د تېلو بیعې لوړې کړې او د یو لیټر پټرولو په نرخ کې یې 13 روپۍ او 55 پیسې زیاتوالی اعلان کړی وو.
Forum