لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون سائنس پوه عمران خان: د کائنات نور تسخیر اسان شوی


٢٥ کلن عمران خان
٢٥ کلن عمران خان

د پاکستان د مردان ښار سائنس پوه عمران خان هم د نړیوالو سائنس پوهانو د هغې ډلې نه وو چې په وړمبي ځل ېې په خلا کې د دوو تورو غارو یا بلیک هولز د ټکر په نتیجه کې د جوړو شوو څپو لړزه ثبت کړې ده.

د فزکس یا د طبیعاتو د علم په تاریخ کې دا وړمبی ځل دی چې په خلا کې د دوو تورو غارو یا بلیک هولز تر منځ د ټکر له امله د جوړو شوو څپو لړزه ثبت شوې ده.

پوهان د فزکس په تاریخ کې دا دریافت یا کشف ډیر مهم گڼي او وايي دا د کائنات د نور تسخیر لارې پرانیزې.

د بلیک هولز د ټکر دا عمل د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو ١٠٠۴ سائنس پوهانو څیړلی دی پدغو کې د پاکستان د مردان ښار سائنس پوه عمران خان هم شامل دی.

٢٥ کلن عمران خان په مردان کې ځیګیدلی دی او د پېښور پوهنتون نه ېې لوړی زده کړی تر لاسه کړي دي. نوموړي په کوټه کې هم ژوند کړی دی.

عمران خان دا مهال په اټلي کې په فزکس کې دکتورا یا پي ایچ ډي کوي. هغه د یورپي هیوادونو د سائنس پوهانو په ډله کې شامل وو.

عمران خان اټلي نه د وي او ای ډیوه سره په ټیلې فوني مرکه کې وویل غواړي د سائنس د لارې خدمت وکړي.

عمران خان سره د نصیر احمد کاکړ مرکه دلته اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:46 0:00

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG