لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې هرکال ٥٥ ارب پلاسټک کڅوړې جوړیږي او استعمالېږي چې چاپیریال ته نقصان رسوي


ماهرین وايي عام پلاسټکي ګوتۍ په ځمکه کې نه ختمیږي او کله چې سيندونو او سمندر ته ورسي نو هلته د اوبو ځناورو ته زیات رسوي
ماهرین وايي عام پلاسټکي ګوتۍ په ځمکه کې نه ختمیږي او کله چې سيندونو او سمندر ته ورسي نو هلته د اوبو ځناورو ته زیات رسوي

پاکستان کې د پلاسټک کڅوړو جوړونکو کارخانو د اتحاديي د شميرو تر مخه په هېواد کې هر کال ۵۵ ارب د پلاسټک ګڅوړی یا گوتۍ کارول کېږي خو د چاپېریال د صفا ساتنې ماهرين وايي په زيات مقدار کې د پلاسټکي کڅوړو جوړول او استعمال د ماحول د پاره زيان من دی.

د پېښور پوهنتون د ماحولياتو څانګې اسټنټ پروفيسر اصف خان وي او ای ډيوه ته وويل چې د پلاسټک ګوتیو د زيات استعمال د لارې چاپېریال ډير متاثره کېږي او دا چې کله دغه ګوتۍ په اور وسوزول شي نو په هوا کې زهرجن گېس جوړوي.

نوموړي زياته کړه چې عام پلاسټکي ګوتۍ په ځمکه کې نه ختمیږي او کله چې سيندونو او سمندر ته ورسي نو هلته د اوبو ځناورو ته زیات رسوي.

پروفېسر صف خان دا هم وويل چې په ټولنه کې د خځلې د غورځولو او د پلاسټکي کڅوړو د ختمولو د مناسب انتظام د نشت والو له امله د پلاسټک گوتۍ رزعي ځمکو ته هم رسیږي او ځمکو او فصلونو ته نقصان رسوي.

د انګريزۍ ژبې ډان ورځ پاڼې په اداریه کې راغلي چې د معلوماتو ترمخه د کال ۲۰۱۵ نه تر دې دمه اته ايشاريه درې بلين مټرک ټنه پلاسټک په نړيواله کچه جوړې کړی شوي چې پکې شپږ ايشاريه درې بلين ټنه ضايع شوي او یوازې نهه فیصد پلاسټک بيا د استعمال جوگه تیار کړی شوی دی. د دې په مقابل کې ٧٩ فیصد پلاسټک نه ځمکه ډکه ده. د دغو معلوماتو ترمخه، ٧٩ فیصد پلاسټک به د ١٠٠ نه تر د ١٠٠٠ پورې کلونو کې په ځمکه کې خاورې کېږي.

د خېبر پښتونخوا د ماحولياتو محکمې انتظامي مشر شاهد الله خان وي او ای ډيوه ته وويل چې په صوبه کې د پلاسټک ګوتیو په ضد عمليات پېل کړی شوې دي او دا چې د پلاسټک کڅوړو جوړولو کارخانو کې اوس زياتره هغه ګوتۍجوړېږي چې زر تحليل یا خاورې کېدلی شي.

د ډاڼ د اداريي ترمخه پاکستان کې د موسمي بدلون وفاقي وزارت د دې مياشت د ۱۴ نيټې نه په پلاسټک کڅوړو د مکمل پابندۍ پريکړه کړې ده او کوم تاجران چې د دې باجود هم پلاسټک گوتۍ د خرڅولو کاروبار کوي نو د نورې سزا ترڅنگ به جرمانه هم ادا کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG