لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنو په تاڼه ځانمرگي بريدونو کې ٨ کسان وژل شوي


دپاکستان دخيبرپښتونخوا جنوبي ضلع بنو کې دگل په ورځ دپوليسو په يوه تاڼه ځانمرگي بريدونو کې ددريوؤ پوليس عسکرو پشمول لږترلږه ٨ کسان وژل شوي دي.
ددغه بريد مسؤليت دپاکستاني طالبانو په غاړه اخستى.
بريد کې گڼ شمير کسان ژوبل شوي هم دي چې پکې دککي پوليس تاڼې مشر هم شامل دى.
بنو دپوليسو ضلعي مشر ډاکټر وقاص ميډيا سره خبرو کې وويل دگل په سحر دوؤ ځانمرگي بريدکوونکو دډزو په کولو سره تاڼې ته دداخليدو هڅه وکړه، خو پوليس عسکرو دهغوي مخنيوى وکړو.
هغه وويل تر ډيره وخته دپوليسو او بريدکوونکو ترمينځ ډزې روانې وې.
هغه دا هم وويل چې يو ځانمرگي يو نزدې جومات ته ورننوتى او ددغه ځايې څخه يې په پوليسوډزې کولې.
ډاکټر وقاص وويل وژل شوي پوليس عسکر په تاڼه کې گمارل شوي نۀ وؤ ، خو کله چې ترهه گرو بريد وکړو نو هغوي دخپل کلي ککي څخه دپوليسو دمدد لپاره ورسيدل او دترهه گرو په ډزو ووژل شول.
بنو کې له دې وړاندې هم دترهه گرو له لوري پوليس عسکر په نخښه کړل شوي اوسږ کال داپريل په مياشت کې دبنو په جيل دتندلارو لخوا ترسره شوي بريد کې په شلگونو طالب جنگيالي ازاد کړل شوي وؤ.
دبنو ډي پي او نثار تنولي پخلى کړى چې پيښه کې درې پوليس عسکر وژل شوي دي.
دپوليسو دودانۍ دننه جومات کې نمونځ ادا کوونکي دوه اولسي وگړي او په فارغه وخت کې پوځي خدمات ترسره کوونکى يو عسکر هم په دغه بريد کې وژل شوي دي.
هغه وويل پيښه کې شپږ کسان ژوبل شوي هم دي.
سرچينې وائي دبريد وروستو سيمې ته پوځ رسيدلى او سيمه ييزو کليوالو هم بريد کې دامنيتي ځواکونو ملاتړ کړى دى.
سرچينې دا هم وائي چې دوؤ بريدکوونکو دپوليسو دتاڼه ځانونه په ځان پسي تړلي چاؤديدونکي مواد الوځولي او دامنيتي ځواکونو مدد کوونکي درې اولسي وگړي هم وژل شوي.
بل لوري ته دپاکستاني طالبانو وياند احسان الله احسان دبنو په ککي پوليس تاڼه دترسره شوي بريد مسؤليت په غاړه اخستى.
دپاکستان يوې شخصي ورځپاڼې سره خبرو کې احسان الله احسان وويل دبريد لپاره دوه ځانمرگي ليږل شوي وؤ او زياته يې کړه چې دغه بريد اوس اوس دپاکستاني طالبانو دپخواني مشر بيت الله محسود دورارۀ دوژنې دانتقام په توگه ترسره شوى دى.
بيت الله محسود دکال ٢٠٠٩م داگست په مياشت کې دډرون په يو بريد کې وژل شوى ؤ.
بلخوا هم دگل په ورځ دخيبرپښتونخوا په چارسده ضلع کې دهاغه جلسې دځايې څخه بهر چې ټاکل شوې وه دعوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان به ورته وينا کوي په يو ولاړ گاډي کې دترسره شوې بمي چاؤدنې له امله ٧ کسان ژوبل شوي دي.
دچارسدې دهسپتال ميډيکل سپرنټډنټ ډاکټر محمد نواز ميډيا سره خبرو کې وويل چاؤدنه کې ددوؤ پوليسو پشمول ٧ کسان ژوبل شوي.
دغه چاؤدنې دچارسدې په کلاډهير نومې سيمه کې ترسره شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG