پاکستان کې روان کال د پوليو څلورمه پېښه رپورټ شوې ده، اسلام اباد کې د صحت قامي ادارې کې جوړې د پوليو وايرسو معلومولو ليبارټرۍ ترمخه د سيند صوبې په شکار پور ضلعه کې د دوه نيمو کالو عمر ماشوم کې د پوليو وايرس ترلاسه شوي دي.
پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام ويلي، پوليو وهلي ماشوم کې د معذورۍ علامات په 11مه مې معلوم شوي او د هغه څخه اخستل شوې نمونو کې ترلاسه شوي پوليو وايرس په جينياتي توګه د پولې د پورې غاړې افغانستان کې (YB3A) وايرسو سره تعلق لري.
ويل شوي دا وايرس په کال 2012م کې د پاکستان څخه تللي خو په افغانستان کې موجود وو او تېر کال بيا د افغانستان نه پاکستان ته راغلي وو.
د صحت په برخه کې د وزيراعظم رابطه کار ډاکټر ملک مختار بهرت ویلي، دا د افسوس وړ پېښه ده چې يو بل پاکستانی ماشوم په داسې ناروغۍ اخته شوی د کومې څخه چې په ويکسينو ژغورل کېدی شو، کوم ويکسين چې د کور درشلې ته رسول کیږي.
پاکستان کې سږ کال د تازه پېښې نه وړاندې په بلوچستان صوبه کې درې کېسونه رپورټ شوي وو.
د پوليو د مخنيوي پروګرام وايي، په سيند صوبه کې د ماشوم په پوليو اخته کېدو په اړه قامي او صوبې عملیاتي مرکزونه پلټنې کوي، او د درېم جون سبا د ګل/ دوشنبې د ورځې نه د ملک په 66 مخصوصو ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين هم پیل کولی شي چې د پوليو ضد د ماشومانو قوت مدافعت سېوا کړل شي.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.
Forum