لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حقاني: د پولیو پر ډلو بریدونه غیراسلامي دي


د روغتیا نړیواله اداره وایي، د پولیو وایرس د نړۍ له زیاتره برخو څخه ٪۹۹ ختم کړل شوی خو پاکستان، افغانستان او نایجېریا هغه درې هېوادونه دي، چې دغه وايرس لا تر اوسه پکښې پاتې دی
د روغتیا نړیواله اداره وایي، د پولیو وایرس د نړۍ له زیاتره برخو څخه ٪۹۹ ختم کړل شوی خو پاکستان، افغانستان او نایجېریا هغه درې هېوادونه دي، چې دغه وايرس لا تر اوسه پکښې پاتې دی

د کوټې د مرکزي جومات خطيب او وتلي دیني عالم مولانا انوارلحق حقاني ویلي د پولیو څاڅکي ورکوونکو ډلو باندي بریدونه غېرِشرعي دي.

‌‌‌‌‌‌د ډيوه د روانو چارو په خپرونه کښې نوموړي و ویل:

"هر څوک او هر تنظيم که داسې عمل کوي هغه نه یوازې ګناهګار بلکې دهشت ګرد او تخریب کار دی او حکومت باید داسې خلک ونیسي او سرعام‌‌‌‌‌‌ سخته سزا ورته ورکړي"

مولانا حقاني و ویل د پولیو څاڅکي حلال دي، په دغه څانګه کښې کار کول او معاش اخستل حلال دي او د مور و پلار دا اسلامي فرض دی چې خپل ماشومان له ناروغیو و ژغوري او د پولیو ضد څاڅکي ورکړي.

تېره اوونۍ د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کښې د پولیو څاڅکي د کارکونکو پر یوې ‌‌‌‌‌‌ډلې باندې د وسله والو په برید کښې دوې ښځينه کارکوونکې چې یوه مور او بله یې لور وه، و وژل شوې

د دغه برید پړه که څه هم چا پر غاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندي د ورته زیاتره بریدونو ذمه واري پاکستاني طالبانو منلې وه.

په پاکستان او افغانستان کښې زیاتره دیني عالمانو، د جامع جوماتونو امامانو او د مذهبي سیاسي ګوندونو مشرانو بیا- بیا په دغو هېوادونو کې پر مور و پلار غږ کړی، چې خپلو ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ له ناروغۍ د ژغورنې څاڅکي ورکړي او غوښتنه یې کړې چې د پولیو د واکسینېشن ډلو د کارکوونکو امنیت دي وساتي.

امنیتي چارواکي وایي په پاکستان کښې له کال ٢٠١٢ څخه په بېلا بېلو بریدونو کې سلو ته نیزدې د پولیو کارکوونکي وژل شوي دي. په پاکستان کې دغه بریدونه د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن تر وژنې وروسته زیات شوي دي.

د روغتیا نړیواله اداره وایي، د پولیو وایرس د نړۍ له زیاتره برخو څخه ٪۹۹ ختم کړل شوی خو پاکستان، افغانستان او نایجېریا هغه درې هېوادونه دي، چې دغه وايرس لا تر اوسه پکښې پاتې دی.

په ۲۰۱۷م کال په پاکستان کښې د پولیو ۸ پېښې او په افغانستان کښې ۱۰ پېښې رامنځته شوي وې

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG