لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په شمالي وزیرستان ضلع کې د پولیو نوی کېس رپورټ شوی


پاکستان، افغانستان او نایجیریا د نړۍ هغه درې هېوادونه دي چې د پولیو ناروغي پکې اوس هم وجود لري

د خېبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلع کې د پولیو د ناورغۍ نوی کېس رپورټ شوی چې په تېرو ١٥ ورځو کې اتم او په صوبه کې د پولیو دا ١١ کېس دی.

د پولیو مرض ورستۍ ښکار د ميرعلي تحصیل د بادشاه کوټ کلي د ۴٢ میاشتو ماشومه ده.

په پاکستان کې سږ کال د پولیو ١٦ کېسونه رپورټ شوې دي چې ١١ پکې په خېبرپښتونخوا کې دي.

تېره هفته په بنو سیمه کې په دوؤ نورو ماشومانو کې دپولیو وائرس وموندل شو.

په پاکستان کې د پولیو تازه کېسونه په داسې حال کې مخې ته راغلي دي چې تېرو ورځو کې د پولیو دکمپائن په ضد په ټولنیزو رسنیو سخته پروپیګنډه خپره شوې چې دپولیو دغه څاڅکي نه یوازې ماشومان ناروغه کوي بلکې د اولاد زیږؤلو توان یې هم ختموي.

خو ډاکټران اؤ د صحت ادارې دغه پروپیګنډه بیخي دروغ بلي اؤ وایي چې په ټوله نړۍ کې ماشومانو ته دپولیو دا څاڅکي ورکول کیږي چې مقصد یې ماشومان د معذورتیا څخه ژغورل دي.

په خېبر پښتونخوا کې د پولیو د تازه کېسونو وروسته د پولیو د مخنیوي دپاره د صوبايي حکومت څانگې مامورینو د صوبې د اعلا وزیر په موجودگۍ کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ غونډه وکړه. په غونډه کې د پولیو د څاڅکو خلاف د منفي پروپېنگنډې او ماشومانو ته د څاڅکو انکارایانو کې د زیاتوالي په اړه خبرې وشوې.

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې سېکرېټري فاروق جمیل وویل د پولیو په اړه صورتحال د تشویش وړ دی او د پولیو خلاف څاڅکو په اړه د منفي پروپگېنډې په ترڅ کې به حکومت نوي تگلاره جوړوي.

څیړونکي وایي دا مهال ټولې نړۍ نه دپولیو د معذورونکې ناروغۍ نوغی ویستل شوی خو یوازې پاکستان، افغانستان اؤ نائیجریا هغه درې هیوادونه دې چې دا ناروغي پکې تر اوسه پاتې ده

XS
SM
MD
LG