لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د پولیو د ناروغانو شمېره ٢٠ ته ورسېده


د حکومت د نېشنل هېلت سروسز محکمې د بیان ترمخه، د بنو په بېزنخېلو کې د ١٨ میاشتو ماشوم پولیو وهلی دی. بیان وايي دغه ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي نه وو ورکړل شوي
د حکومت د نېشنل هېلت سروسز محکمې د بیان ترمخه، د بنو په بېزنخېلو کې د ١٨ میاشتو ماشوم پولیو وهلی دی. بیان وايي دغه ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي نه وو ورکړل شوي

د خېبرپښتونخوا په بنو کې د پولیو ورستی کېس رپورټ شوی دی چې په نتیجه کې یې سږ کال تر اوسه پورې په صوبه کې د پولیو د ناروغانو شمېره ١۴ ته او په مجموعي توگه په پاکستان کې ٢٠ ته ورسېده.

د حکومت د نېشنل هېلت سروسز محکمې د بیان ترمخه، د بنو په بېزنخېلو کې د ١٨ میاشتو ماشوم پولیو وهلی دی.

بیان وايي دغه ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي نه وو ورکړل شوي.

تېره هفته، د خیبر پښتونخوا د صحت محکمې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وائس اف امریکه ډیوه ته وویل په شمالي وزیرستان کې د یو نیم کال یوې ماشومې اؤ اؤ ډیره اسماعیل خان کې د ۱۲ کالو یوې جینۍ کې د پولیو وائرس موندل شوي دي.

د پنجاب اؤ سندهـ ایالتونو څخه هم د سږ کال په لمړیو پینځوؤ میاشتو کې دپولیو درې، درې پېښې مخې ته راغلي دي.

تر دې وړاندې پروسکال په ګرد پاکستان کې د پولیو ۱۲ اؤ په کال ۲۰۱۷م کې یوازې اته کیسونه مخې ته راغلي وؤ.

په پاکستان کې د پولیو تازه کېسونه په داسې حال کې رپورټ شوې دي چې په ورستي وخت کې په سوشل میډیا د پولیو څاڅکو خلاف منفي تبلیغات شوي وو.

او د پېښور ډپټي کمشنر وي او ای ډیوه ته وویل د هغو سکولونو خلاف گامونه اخیستل کیږي چې د پولیو په اړه په تبلیغاتو کې ککړ وو. چارواکي وویل تر اوسه ١٠ سکولونه تړل شوي دي.

څیړونکي وایي دا مهال په نړۍ کې یوازې پاکستان،افغانستان اؤ نائجیریا هغه هیوادونه پاتې شوی دي چې دپولیو ناوړه ناروغي پکې وجود لري اؤ دنورې نړۍ څخه ددې ناروغۍ نوغی ویستل شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG