لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په زرگونو خلکو بچو ته د پولیو دوا ورکولو نه انکار کړی


د پولیو مرض ماشومان د ټول عمر دپاره د جسماني معزورتیا سره مخ کوي خو په ځېنې سېمو کې اوس هم خلک ماشومانو ته د مرض خلاف دوا ورکولو نه انکار کوي. په ځېنې وختونو کې دوا په اړه داسې تبلیغات هم شوي دي چې دا څاڅکې ماشومان د بچو زیږولو نه محروموي. وسله والې ډلې ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکې ورکول غیر اسلامي فعل بولي
د پولیو مرض ماشومان د ټول عمر دپاره د جسماني معزورتیا سره مخ کوي خو په ځېنې سېمو کې اوس هم خلک ماشومانو ته د مرض خلاف دوا ورکولو نه انکار کوي. په ځېنې وختونو کې دوا په اړه داسې تبلیغات هم شوي دي چې دا څاڅکې ماشومان د بچو زیږولو نه محروموي. وسله والې ډلې ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکې ورکول غیر اسلامي فعل بولي

په خیبر پښتونخوا او فاټا کې ١٩٠٠٠ خلکو خپلو بچو ته د پولیو پرضد دوا ورکولو نه انکار کړی دی.

د صحت د محکمې مشر ډاکټر رحیم خان وي او ای ډیوه ته ویلي د خیبر پښتونخوا په ١٩ ضلعو او فاټا کې ماشومانو ته پولیو خلاف د څاڅکو ورکولو کمپین تیره هفته سر ته رسیدلی دی. هغه وویل په ځېنې سېمو کې اوس هم د صحت کارکونکې هغه ماشومانو ته څاڅکې ورکوي څوک کې په کمپین کې د ویکسینشین نه په څه وجه پاتې شوې دي.

ډاکټر رحیم خان وویل د پولیو پرضد کمپین هدف دا وو چې ۴٠ لکه ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکې ورکړی شي. هغه زیاته کړه په دغه هدف کې د صحت کارکونکو ٣٨ لکه ماشومانو ته د ویکسین ورکړي دي خو ١٩٠٠٠ خلکو خپلو بچو ته د څاڅکو ورکولو نه انکار کړی دی.

د پولیو مرض ماشومان د ټول عمر دپاره د جسماني معزورتیا سره مخ کوي خو په ځېنې سېمو کې اوس هم خلک ماشومانو ته د مرض خلاف دوا ورکولو نه انکار کوي. په ځېنې وختونو کې دوا په اړه داسې تبلیغات هم شوي دي چې دا څاڅکې ماشومان د بچو زیږولو نه محروموي. وسله والې ډلې ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکې ورکول غیر اسلامي فعل بولي.

د صحت ماهرین دا خبرې بې بنیاده بولي او ډیر نوموړي علما او مذهبي مشران وايي ماشومان د ممکنه مرض نه بچ ساتل هیڅ غیر اسلامي کار نه دي.

په خیبر پښتونخوا او فاټا کې د پولیو په اړه نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریالې نبیلا مشتاق په رپورټ کې اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:28 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG