لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوابۍ کې د پولیو ٢ کارکونکې وژل شوي


د ملگرو ملتونو د صحت ادارې ترمخه، افغانستان، پاکستان او نائجیریا د نړۍ درې واحد هیوادونه دي چرته چې اوس هم د پولیو مرض وجود لري
د ملگرو ملتونو د صحت ادارې ترمخه، افغانستان، پاکستان او نائجیریا د نړۍ درې واحد هیوادونه دي چرته چې اوس هم د پولیو مرض وجود لري
د پاکستان خیبر پښتونخوا صوبې په صوابۍ ضلع کې ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکې ورکونکې دوه کارکونکې د اتوار په ورځ وژل شوي دې، چې سیمه کې د پولیو خلاف کارونکو باندې داسې قسمه ورستۍ حمله ده.
ددې نه وړاندې هم صوابۍ کې د پولیو خلاف زنانه او سړو کارکونکې باندې خونړۍ حملې شوي دي چې چارواکو يي پړه په وسله والو تندلارو باندې اچولې ده.
صوابۍ کې د اتوار په ورځ د پولیو خلاف کارکونکو باندې حمله کنډرو سیمه کې شوي ده چې پکې دوه سړې کارکونکې په ډزو وژل شوي دي.
د حملې ورسته سیمه کې د پولیو خلاف ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو کارځنډول شوی دی.
ځائې پولیس چارواکو پاکستاني مطبوعاتو ته ویلي د حملې په لړ کې څلور مشکوک کسان نیول شوي دي.
ددې نه وړاندې هم صوابۍ او د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې د پولیو خلاف کارکونکو باندې حملې شوي دي.
خیبر پښتونخوا او قبائیلي سیمو کې د وسله والو ډلو لخوا په وخت په د اسلام به نوم د پولیو خلاف څاڅکو په حکله تبلیغات کولی شي چې دا څاڅکې ماشومان د بچو د زیږونې د صلاحیت نه محرومه کوي.
خو ډاکټران دا خبره بې بنیاده گرځوي او وايي دا څاڅکې ماشومان د پولیو د مرض نه محفوظ ساتي. پولیو ماشوم د ټول عمر د پاره د بدني معضورۍ ښکار کوي.
د ملگرو ملتونو د صحت ادارې ترمخه، افغانستان، پاکستان او نائجیریا د نړۍ درې واحد هیوادونه دي چرته چې اوس هم د پولیو مرض وجود لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG