لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف د جمعې په ورځ پاکستان ته رسېدونکی دی


نوازشریف او د هغه ورور شهبازشریف
نوازشریف او د هغه ورور شهبازشریف

سره ددې چې هېواد ته په رسیدو یې د گرفتارۍ امکان دی، پخوانی وزیراعظم نوازشریف او د هغه لور مریم نواز د لندن نه بیرته روان شوي دي او د جمعې په ورځ لاهور ته رسیدونکي دي.

د نوازشریف د پاکستان مسلم لیگ (ن) پارټۍ مشرانو ویلي پولیس د گوند د کارکونو پرضد په پراخه کچه اقدامات پېل کړې او د سلگونو په شېمره کې یې گرفتار کړې دي.

ویل کېږي چې په لاهور کې هوايي اډې ته تلونکې لارې پولیس په کنټینرونو بندې کړې دي.

د وایس اف امریکا خبریال ایاز گل د اسلام اباد نه په خپل رپورټ کې لیکلې دي چې پولیس د مسلم ليگ د کارکنانو خلاف د اقداماتو امر نه دی کړی.

نوازشریف او د هغه سیاسي وارثه او لور مریم نواز په داسې حال کې هېواد ته ستنېدونکې دي چې تیره هفته د بډو رشوتونو په جرم د احتساب عدالت نوازشریف ته ١٠ کاله او مریم نواز ته اووه کاله د قېد سزاورولې ده.

نوازشریف ویلي هغه ته سزا په سیاسي بنیادونو ورکړی شوې ده.

د سپریم کورټ په فیصله د وزیراعظم د چوکۍ دپاره د نااهله کېدو ورسته نواز شریف او د هغه د گوند مشرانو په پوځ په سیاسي چارو کې د لاس وهنې او د نوازشریف د مخالفت الزامات لگولې دي.

د جولايي په ٢٥ مه نېټه د پارلیمنټ دپاره کېدونکو انتخاباتو کې د مسلم لیگ یو شمیر امیدوارانو د پوځ په استخباراتي ادارې ايي ایس ايي د فشار تور لگولی چې دوی د ووټونه بهر کول غواړي.

د پاکستان الیکشن کمیشن چې د انتخاباتو د انتظام دنده په غاړي لري امیدوارانو ته یې ویلي چې د فشار او ویرول کیدو په اړه دې ورته درخواستونه ورکړی شي.

پوځ په انتخاباتو کې د لاس وهنې الزمات په کلکه رد کړې دي. پوځ دا تاثر هم رد کړی چې گنې د پاکستان تحریک انصاف گوند او د مشر عمران خان مرسته کوي.

"مونږ سیاسي پارټي نه یوو. مونږ د چاسره وفاداري نشته،" د پوځ ترجمان مېجرجنرل اصف غفور تیره هفته یوې خبري غونډې ته وویل. جنرل غفور دا تاثر هم رد کړو چې پوځ د نوازشریف د گوند په امیدوارانو د پارټۍ بدلولو فشار اچوي. هغه وویل پوځ د انتخاباتو په شفافه او منصفانه توگه کېدو دپاره ٣٧٠،٠٠٠ عسکر پرځای کوي.

د مسلم لیګ نواز ګوند یوه مرکزي مشر او پخواني مرکزي وزیر خواجه سعد رفیق د زیارت- پنجشنبې په ورځ په لاهور کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له تېرې شپې یې تر اوسه د ګوند سلګونه کسان په غیرقانوني توګه نیول شوي دي.

د پنجاب پولیسو په یوه خپاره شوي بیان کې ویلي چې په ټوله صوبه کې یې د امنیت په خاطر ۱۴۴ دفعه نافذه کړې ده او د بدامنۍ د مخنیوي له کبله یې شاوخوا ۳۰۰ کسان نیولي دي. پولیس وایي د نیول شویو کسانو فهرست د صوبې د داخله چارو ادارې تیار کړی او نیولي کسان یې کوټ لکپت زندان ته لېږلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG