لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مشرف نوی سیاسې گوند جوړ کړی


مشرف نوی سیاسې گوند جوړ کړی
مشرف نوی سیاسې گوند جوړ کړی

د پاکستان پخواني صدر او پوځي مشر پرویز مشرف د نوي سیاسي گوند جوړولو اعلان کړی دی او ویلې يي دي چې په کال ٢٠١٣ کې د انتخاباتو وړاندې به هیواد ته ستنیږي.
پرویز مشرف د ال پاکستان مسلم لیگ پارټۍ اعلان د جمعې په ورځ د برطانيي سرښار لندن کې ووکړو. واک نه د ښکته کیدو ورسته، هغه د تیرو دوؤ کلونو راهسې په لندن کې ژوند کوي.
لندن کې د پارټۍ اعلانولو دستورې ته وینا کې پرویز مشرف وویل د تیر وختونو په غلطیو بخښنه غواړي او غواړي هیواد د پرمختگ په لاره بوتللو د پاره بله موقع ترلاسه کړي.
هغه وویل چې هیواد کې د بې روزگارۍ، گارانۍ او غربت ختمولو د پاره به کار کوي. هغه وویل پاکستان کې د توانائې کموالی نشته او د اقتصادي پرمختگ د لارې به د هیواد ډیرې مسلې حل کړی شي.
پرویزمشرف وویل چې القاعده د پاکستان په غرونو کې موجود ده او د هیواد نه د ترهگرو ختمولو د پاره به کوشیشونو ته دوام ورکوي.
هغه وویل د پاکستان پوځ د هیواد اقتصادي مسائل او سیاسي بې سباتې ختمولو کې بنیادي کردار ادا کولی شي.
٦٧ کلن مشرف په کال ١٩٩٩ کې، کله چې هغه د پاکستان د پوځ مشر وؤ، د پخواني وزیر اعظم نواز شریف چوکۍ نسکورولو د لارې واک ترلاسه کړو.
دوه کاله وړاندې هغه د سخت سیاسي مخالفت په ترڅ کې د حکومت نه استفعا ورکړه او د هیواد ته بهر لاړ. مخالفین په مشرف باندې د آئین ماتولو او د یو شمیر نورو بې قانونیو الزامات لگوي.
خو مشرف وائې هېڅ غلط کار يي نه دی کړی او د قانون مخته به د خپل ځان دفاع کوي.
سیاسي تجزیه کار وائې داسې امکان ډیر کم دی چې مشرف به په پراخه کچه په پوځ یا په ولس کې پلویان ترلاسه کړی شي. خو هغه پخپله وائې هاغه ځوانان چې د بدلون د پاره لیواله دي هغوې به يي ډله کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG