لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان د انتخاباتو په درشل کې، پښتنو سیاستوالو ته د مرگ گواښونه


په پاکستان کې د ترهگرۍ د مخنیوي ادارې یا نېکټا ویلي چې د سیاسي گوندونو شپږو سیاستوالو ته د ترهگرو لخوا د بریدونو گواښونه دي. په دې شپږو کې، پنځه یې پښتانه سیاستوال دي.

د نېکټا مشر، عبید فاروق، د سنېټ مجلس یوې کومیټې ته په وینا کې، د دغو شپږو سیاستوالو نومونه داسې وښودل: «د تحریک انصاف پاکستان مشر عمران خان، د عوامي نشنل پارټۍ مشران اسفندیار ولي او امیر حیدر هوتي، د قامي وطن پارټۍ مشر آفتاب شیرپاو، د جمعیت علمای اسلام (ف) یو مشر، اکرم خان درانی، او د حافظ سعید زوی، طلحه سعید.»

په دې کې، له طلحه سعید پرته، چې د توندلاري حافظ سعید زوی او پنجابی دی، پنځه نور ټول پښتانه سیاستوال دي.

د قامي وطن گوند مشر، آفتاب احمد خان شیرپاو، په دغه رپورټ، وي او اې ډیوه ته د عکس العمل څرگندولو پر مهال وویل چې ډیره عجیبه خبره ده چې هغوی ته که گواښونه موجود دي، نو بیا ولې تر اوسه ورسره دغه معلومات نه دي شریک شوي.

په دې هکله نوموړي زیاته کړه: «اول خو مونږ سره دا رپورټ شېئر شوی نه و، په کار دا ده چې کم از کم مونږ سره، چې دوی ته کله میلاو شوې و، شریک شوی و. ذمه واري خو د حکومت ده، د نگران حکومت ده، د جواینټ فورسز ایجنسي ده، د انټلیجنټس ایجنسي ده چې دوی د دی سد باب وکړي.»

ښاغلي شیرپاو زیاته کړله چې کله کله اړوندې ادارې، په دې خاطر چې د مسئولیت نه ځان بچ کړي، نو پخپله داسې رپورټونه خپروي، ځکه که څه وشي، نو بیا ووایي چې مونږ خو له مخکې نه وئیلي و.

د عوامي نیشنل گوند مشران او پلویان د ترهگرو ډلو لخوا تر ټولو زیات په نښه شوي، او هم د ٢٠١٣ کال د ټاکنو پر مهال دغه گوند د گواښونو له سوبه خپل کمپاین ډیر لنډ ساتلی و. د دغه گوند یوه مشره، میرمن بشرا گوهر، دغه قسمه گواښونه د هغو هڅو یوه برخه گڼي کوم چې د یو خاص گوند په حکومت کې د راوستلو لپاره ترسره کیږي.

«دا خو ډیره تشویشناکه خبره ده چې دومره آپریشنونه وشول او باربار دا خبره کیږي چې دهشتگردي یا دهشتگردو کومې چې ټهیکانې دي، هغه ختمې کړل شوي دي. نو دا چې د عوامي نېشنل پارټۍ مشرانو ته اوس بیا داسې گواښونه میلاویږي، نو دا خو د ډیرې اندېښنې خبره ده او دا څرگندوي چې زمونږه هغه پالیسیانې چې کومې غلطې دي چې ښه او بد دهشتگرد کې فرق ږدي.»

مېرمن بشرا گوهر زیاته کړله چې د سږکال په انتخاباتو کې «انجنیئرینگ هم روان دی، لاسوهنه هم روانه ده، او داسې ښکاري چې یوې پارټۍ لپاره لاره صفا کیږي».

خو بل پلو بیا د پوځ ویاند سپیناوی کوي چې پوځ د هیڅ یوې ډلې سره سیاسي تړون نه لري او یوازینۍ وظیفه یې د رڼو ټاکنو د ترسره کولو په لاره کې، د انتخاباتو د کمیشن سره مرسته کول دي.

د پوځ ویاند، آصف غفور، وویل چې د ړومبي ځل لپاره، پوځ ته د انتخاباتو په اړوند، د اخلاقو یوه ضابطه جوړه شوې ده.

د پوځ ویاند دا هم وویل چې د انتخاباتو په ورځ به له ٣٧١٠٠٠ نه زیات پوځي او امنیتي ځواکونه د انتخاباتو په مرکزونو کې ځای پر ځای شي. دا شمیر، د پاکستان د ټول ځواک درېیمه برخه جوړوي.

په پاکستان کې چې ٢٥مه د جولائی عمومي ټاکنې ترسره کیږي او ټول سیاسي گوندونه د خپل خپل کاندیدانو د انتخابي کمپاین ته میدان ته راوتلي دي.

څیړنکاران وایي د انتخابي کمپاین دغه آخري ورځې چې ډیرې مهمې گڼلی شي. په داسې کې د ځیني سیاسي گوندونو مشرانو ته د بریدونو گواښونه، د هغوی پر کمپاین او ترسره کیدونکي ټاکنو پر نتیجو هم اغیز اچولی شي.

XS
SM
MD
LG