لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي ايي وايي په پنجاب کې هم حکومت جوړولی شي


د ای این پي مشر اسفندیار ولي خان وايي د جولايي په ٢٥ شوو انتخاباتو کې درغلي شوي او پښتانه مشران د پارلیمنټ نه بهر ساتل شوې دي
د ای این پي مشر اسفندیار ولي خان وايي د جولايي په ٢٥ شوو انتخاباتو کې درغلي شوي او پښتانه مشران د پارلیمنټ نه بهر ساتل شوې دي

د عمران خان پاکستان تحریک انصاف گوند ویلي چې په مرکز او په پنجاب کې یې د حکومتونو جوړولو دپاره د اسمبلو د غړو مقرره شمېر ترلاسه کړې دي بلخوا د عوامي نېشنل پارټۍ، پاکستان پیپلزپارټۍ، پاکستان مسلم لیگ (ن) او د متحده مجلس عمل استازو ویلي د حزب اختلاف کردار به ادا کوي.

د پي ټي ايي ترجمان فواد چوهدري په اسلام آباد کې د گل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل په قامي اسمبلۍ کې یې د ٣٢٨ نیغ په نیغه منتخب شوو غړو کې یې د ١٦٨ غړو حمایت ترلاسه کړی دی.

هغه وویل په پنجاب کې هم پي ټي ايي د حکومت جوگه شمېرې ترلاسه کړې دي. په صوبه کې د حکومت جوړولو دپاره د ٢٩٧ نیغ په نیغه منتخب شوو غړو ١۴٩ شمېره پکار ده.

پاکستان مسلم لیگ (ن) په پنجاب کې ١٢٩ او پي ټي ايی ١٢٣ چوکۍ ترلاسه کړې دي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې ترمخه، پي ټي ايي وايي د پنجاب اسمبلۍ ١٣ ازاد منتخب غړو حمایت یې ترلاسه کړی دی.

د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ د ٩٩ نیغ په نیغه منتخب غړو کې پي ټي ايی ٦٥ چوکۍ گټلې دي او حکومت د جوړولو جوگه ده.

بلخوا د عوامي نیشنل پارټۍ، ایم ایم ای، پاکستان مسلم لیگ (ن) او د پاکستان پیپلزپارټۍ د مشرانو یوه غونډه په اسلام اباد کې وشوه.

رپورټونه وايي په غونډه کې برخه اخیستونکو گوندونو فيصله وکړه چې په پارلیمنټ او د پارلیمنټ نه بهر به د حزب اختلاف کردار ادا کوي.

دغه گوندونو خپل دا دریځ تکرار کړو چې د جولايي د ٢٥ نېټې پ انتخاباتو کې درغلي شوي وه.

د غونډې ورسته د پخواني وزیراعظم او د پیپلز پارټۍ یو مهم رهبر یوسف رضا گیلاني وویل په ووټونو کې د غیر ریاستي ادارو مداخلت د غندنې وړ دی. هغه وویل په انتخاباتو کې د درغلۍ خلاف احتجاجونو په خبرونو مطبوعاتي ادارو په ځان خپله بندیزونه لگولې او خبرونه په ازاده توگه نه ورکوي.

د پاکستان مسلم لیگ (ن) راجه ظفرالحق وویل الیکشن کمیشن د انتخاباتو په انتظام کې غېر موثره کردار ادا کړی دی او د ادارې مشر باید چې د خپلې وظیفې څخه استعفا ورکړي.

د ایم ایم ای مولانا فضل الرحمان وویل هغه ادارې دې شرم محسوس کړي چې د ولس رای یې غله کړې دي.

ددغه گوندونو نه علاوه چې د یو مشر هم خپله چوکۍ نه ده گټلې نور څوک په انتخاباتو کې د درغلۍ الزام نه لگوي.

د انتخاباتو ورسته، عمران خان په ټېلې وژن نشر شوي تقریر کې په ووټونو کې درغلۍ خبره رد کړه او وې ویل په دې لړ کې تحقیقاتو ته تیار دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG