پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي آی) پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ پاکستان کې د جلسو جلوسونو اعلان کړی، د تحریک انصاف ګوند د پلويانو او پوليسو ترمنځ د تاوتريخوالي پېښې شوي او د پي ټي آی ځينې غړي نيول شوي هم دي.
پي ټي آی پرون د انتخابي کمپاين پېلولو اعلان کړی وو.
د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د پي ټي آی ګڼ غړي په تين تلوار علاقه کې راټول شوي وو. په ټولنيزو رسنيو د دغه ځای ويډيوز خپرې شوي چې پکې پوليس او د پي ټي آی غړي په یو بل ګوزارونه کوي.
پي ټي آی ويلي، په دوی اوښکې بهيونکی ګېس ورول شوی او وهل ټکول شوي او د 25 پورې غړي یې نيول شوي دي.
د کراچۍ پوليسو هم يوه ويډيو خپره کړې او ويلي يې دي، د سياسي ګوند (پي ټي آی) غړی په پوليس چارواکي تشدد کوي.
د رپورټونو ترمخه تحریک انصاف ګوند پرون په لاهور، راولپنډۍ، پېښور، فېصل اباد او نورو ځايونو کې هم لاريونونه راويستي خو هلته په پرامنه ډول ختم شوي دي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې په جېل کې بندي دی، په کال 2022م د عدم اعتماد د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی وو.
د عمران خان ګوند تور لګوي د اتمې فرورۍ د عامو انتخاباتو په وړاندې ورته خنډان جوړول کيږي.
د پي ټي آی په وينا، دوی ته د جلسو جلوسونو اجازه نه ورکړل کيږي او ګڼ خلک یې په انتخاباتو کې د برخې اخستو څخه محرومه کړی شوي دي.
خو حکومت وايي ټول سياسي ګوندونو ته په انتخابي کمپېن کې ځای ورکړل کيږي.
روانه میاشت د پاکستان سپریم کورټ پاکستان تحریک انصاف ګوند ته راتلونکو انتخاباتو کې د انتخابي نخښې "بیټ" ورکولو په اړه د پېښور هایکورټ فیصله ناچله ګرځولې او د هغې وروسته اوس د تحریک انصاف امیدواران راتلونکو ټولټاکنو کې په ازاد حیثیت برخه اخلي.
تحریک انصاف څخه د انتخابي نخښې د بېرته اخستو په اړوند د سپریم کورټ فیصله په سوشل میډيا سیاستوالو، خبریالانو، د بشري حقونو تنظیمونو او د مدنې ټولنې غړو په سختو ټکو غندلې او پاکستان کې یې د راتلونکو انتخاباتو په شفافیت یا روڼوالي پوښتنې راولاړې کړي دي.
Forum