لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سنېټ په انتخاباتو کې د ووټونو په خرڅولو تحریک انصاف ځینې غړي د گوند نه وویستل


د خېبرپښتونخوا واکمن گوند تحریک انصاف مشر عمران خان
د خېبرپښتونخوا واکمن گوند تحریک انصاف مشر عمران خان

په خیبر پښتونخوا کې واکمن ګوند تحریک انصاف له خپل ګوند څخه د هغو شلو غړو د ویستلو لړۍ پیل کړېده څوک چې د سنېټ لپاره په صوبايي اسمبلۍ کې د وټونو په خرڅولو باندې تورن دي.

ددغه ګوند مشر عمران خان ویلي، دوی پر دې هم غور کوي چې یاد تورن کسان د قانوني چلند لپاره د احتساب ملي ادارې ته هم وسپاري.

د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال عمران خان ویلي، دوی د سنېټ په ټاکنو کې د خپلو غړو لخوا د وټونو د خرڅولو په اړه د پلټنو پرېکړه کړې وه.

دی وايي، له پلټنو جوته شوه چې د تحریک انصاف ګوند غړو چې په کې ښځینه غړې هم شاملې دي د پېسو په بدل کې د نورو ګوندونو غړو ته خپل وټونه ورکړيدي.

(په دغو کسانو کې نرګس علي، دینه ناز، نګینه خان، فوزیه بي بي، سردار ادریس، خداید مایر، زاهد دراني، عبدالحق، قربان خان، امجد افریدي، عارف یوسف، جاوید نسیم، یاسین خلیل، فیصل زمان او سمیر شامل دي.)

ده وړاندې وویل، چې له ګوند څخه د یادو کسانو د ویستلو په اړه د سپیناوي لیکونه یې هم استولي دي.

له مردان څخه په صوبايي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف ګونډ څخه ټاکل شوی غړی زاهد دراني له ډیوه راډیو سره په خبرو کې د عمران خان لخوا دغه لګول شوي تورونه رد کړل.

په مرکز کې واکمن او د عمران لوی سیاسي سیال د مسلم لیګ نواز ګوند هم ورته دریځ لري چې د سنېټ په ټاکنو کې په پراخه پیمانه وټونه خرڅ شوي وو او تور لګوي چې د سنېټ لخوا د شاهد خاقان عباسي ټاکل کېدل هم ددغو خرڅ شویو وټونو له لیارې شوی.

د تېر مارچ میاشتې په ټاکنو کې لویه خبره دا وه چې د هېواد ستر ګوند پیپلز پارټۍ او پي ام ال ان له خیبرپښتونخوا او سند ایالت څخه د خپلو ګوندونو د غړو له شمېر څخه زیات وټونه ترلاسه کړي وو.

پیپلز ګوند بیا وايي چې دغه اضافي وټونه ورته د نورو ګوندونو هغو غړو ورکړي چې له دوی سره سیاسي او شخصي اړیکې لري.

همدارنګه د تحریک انصاف یو خپل سنېټر هم له پنجاب څخه د اکثریت نه لرلو سره سره د سنېټ غړی ټاکل شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG