لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مسلم لیګ (ن) ملک محمد احمد خان د پنجاب اسمبلۍ اسپیکر اؤ ظهیر اقبال چڼ مرستیال اسپیکر غوره شوي


د پاکستان مسلم لیګ(ن) ګوند سره تړاؤ لرونکي ملک احمد خان د پنجاب اسمبلۍ اسپیکر اؤ ظهیر اقبال چڼ مرستیال اسپیکر ټاکل شوي اؤ دواړو د خپلو څوکیو سوګند کړی دی.

د خالي په ماذیګر د اسپیکر اؤ مرستیال اسپیکر د انتخاب لپاره د پنجاب اسمبلۍ رابلل شوې غونډه کې د مسلم لیګ(ن) د ملک محمد احمد خان مقابله د سني اتحاد کونسل د احمد خان بهچر سره اؤ د مرستیال اسپیکر په څوکۍد ظهیر اقبال چڼ مقابله د سني اتحاد کونسل د معین ریاض سره وه.

د اسپیکر اؤ مرستیال اسپیکر انتخاب د پټو رایو له لارې شوی چې پکې د اسمبلۍ 327 غړو خپلې رایې کارولې دي، په دغو رایو کې ملک محمد احمد خان 224 رایې ترلاسه کړې اؤ د اسمبلۍ اسپیکر غوره شو.

د اسمبلۍ د غونډې په مهال څلورو نورو د اسمبلۍ غړو هم د اسمبلۍ د غړیتوب سوګند کړی دی.

تر دې وړاندې اوړمه ورځ هم د پنجاب اسمبلۍ 321 غړو د اسمبلۍ د غړیتوب سوګند کړی ؤ چې په هغې کې 193 د مسلم لیګ(ن).98 د سني اتحاد کونسل،13 د پاکستان پیپلز پارټۍ، 10 د مسلم لیګ(ق) اؤ 5 د استحکام پاکستان پارټۍ غړي شامل وؤ.

په اتمه فرورۍ پاکستان کې عامې ټاکنې شوې دې خو ګڼ شمیر سیاسي ګوندونه دې ټاکنو کې د درغلیو تورونه لګوي اؤ د دغه مبینه درغلیو خلاف یې ګرد هیواد کې د احتجاجونو سلسله پېل کړې ده.

سیاسي ګوندونه تور لګوي چې د انتخاباتو حقیقي نتیجې بدلې کړل شوي اؤ انتخاباتو کې پاتې راغلي امیدواران د پیسو په بدل کې بریالي ګرځولي شوي خو الیکشن کمیشن بیا دا تورونه ردوي اؤ وايي که چا سره انتخاباتو کې د درغلیو ثبوت وي نو باید الیکشن کمیشن ته یې وړاندې کړي.

الیکشن کمیشن د درغلیو د تورونو د پلټنو لپاره یوه کمېټه هم جوړه کړې ده خو تحریک انصاف ګوند بیا الیکشن کمیشن په جانبدارۍ تورنوي اؤ وایي ددغه ادارې په پلټنو باور نه لري.

د پاکستان په سیند ایالت کې ګرینډ ډیمو کریټک الاینس،پاکستان تحریک انصاف اؤ نورو اپوزیشن ګوندونو انتخاباتو کې د شوؤ مبېنه درغلیو په ضد په 27 فرورۍ د تورې ورځې د کولو اعلان کړی دی.

د خالي په ورځ چې په سیند اسمبلۍ کې د اسمبلۍ نوؤ غړو د غړیتوب لوړه کوله نو هم بیلابیلو سیاسي ګوندونو د کراچۍ بیلابیلو سیمو اؤ د اسمبلۍ مخې ته سخت احتجاجونه کړي وؤ اؤ یو شمیر غړو د احتجاج په توګه د اسمبلۍ د غړیتوب سوګند هم نه ؤ کړی.

په کراچۍ کې د سیاسي ګوندونو د احتجاجونو په مهال د پولیسو اؤ سیاسي فعالینو تر منځ د نښتو رپورټونه هم مخې ته راغلي وؤ.

د خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان اسمبلیو غونډې هم په 28مه فرورۍ رابلل شوې دي چې پکې به د اسمبلۍ نوي منتخب غړي د اسمبلۍ د غړیتوب سوګند کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG