لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گرمۍ وهلي روژه تیان د حکومت نه بجلي او خدائ نه باران غواړي


په پاکستان کې د روژې میاشت شورو کیدلو سره سم د بجلۍ د کمي د لاسه د خلقو زغم ختم شوی او قهر ژنې مظاهرې یې شورو کړي دی- د خېبر پښتون خوا په بیلو بیلو برخو کې مظاهره چیانو ویلي دي چې د روژه ماتي او پيشمني په وخت بجلي نه وي او د دویې د ثواب کارونه نيمگړي پاتې کیږي-

په پېښور کې د واپډا هاؤس مخ ته د اورمړو د علاقې یو مظاهرچي ډیوه ویډیو ته وییلي دي حکومت بد حال راخستې او 23 گينټې بجلي نه وي- خو د وزيراعظم صلاح کار امير مقام واېي مرکز صوبې ته د خپلې برخې پوره بجلي ورکوي- د صوبې اولس واېي د امیر مقام بیان په خلقو پورې ټوقې دي -

بلې خوا ته وزیراعظم نوازشريف ویلي دي د خلقو شکایتونو به زر تر زره حکومتي غړي اوري او د بجلۍ په روژه کې نشتوالې د فکر مندۍ خبره ده-

د پېښور نه د ډیوه خبریال حمیدالله واېي د گرمۍ د لاسه تنگو روژتیانو اوس د خداېی نه د گرمۍ کمولو او د باران زارئ شورو کړي دي- د موسم محکمه واېي د نن نه په صوبه کې وریځې خوریږي او د نهې د ورځې نه د بارانونو امکان دی چې موسم به ورسره گذاره وکړي

هلته د قبايلي سیمې مومندو ایجنسۍ نه خبریال ارشد مومند په خپل رپورټ کې واېي د ماربلو په کارخانو کې په سوونو کارکونکي د بجلۍ د نشتوالي د لاسه بې روزگاره شوي دی-

د پاکستان انگریزۍ ورځپاڼه ډان واېي د انرجۍ کمي پوره کولو لپاره د اوږد وخت نه د ځنډ ښکار کی ټو او تهري اټامک انرجۍ منصوبې ته دسنده صوبې د ماحولیاتو د څار ادرې په کراچۍ کې د پلانټ لگولو اجازت ورکړی دی- خو نقادان دغه منصوبه غیر محفوظه گرزوي- د ډیوه ریډیو سره په ېوه مرکه کې د فزکس مشهور پاکستاني پروفېسر هود باېي دغه منصوبه غیر محفوظه گرزولې وه -

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG