لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : د تيلو بیو کې د اضافې پر ضد د سياسي گوندونو احتجاج


د قومي اسمبلۍ دغونډې په مهال واکمن ائتلاف کې شامل يو ستر سياسي گوند متحده قومي موومنټ اؤ دحزب اختلاف گوندونو پاکستان مسلم ليگ(ن) او قائداعظم غړو دتيلو په قيمتونو کې داضافې په ضد ايوان څخه علامتي واک اوټ هم وکړو.
د قومي اسمبلۍ دغونډې په مهال واکمن ائتلاف کې شامل يو ستر سياسي گوند متحده قومي موومنټ اؤ دحزب اختلاف گوندونو پاکستان مسلم ليگ(ن) او قائداعظم غړو دتيلو په قيمتونو کې داضافې په ضد ايوان څخه علامتي واک اوټ هم وکړو.

پاکستان کې د حزب اختلاف او واکمن ائتلاف کې شاملو گوندونو د نهې په ورځ د پيټروليم مصنوعاتو په بیو کې د9.9 فيصد اضافې حکومتي پريکړه رد کړې او په ضد يې په پارلمان کې سخت احتجاج کړى دى.
داولس او پبلک ټرانسپورټ تنظيمونو لخوا هم په دغه گامدواکمن گوند پيپلز پارټۍ په ائتلافي حکومت نيوکه کولى شي.
دنهې په ورځ دقومي اسمبلۍ دغونډې په مهال واکمن ائتلاف کې شامل يو ستر سياسي گوند متحده قومي موومنټ اؤ دحزب اختلاف گوندونو پاکستان مسلم ليگ(ن) او قائداعظم غړو دتيلو په قيمتونو کې داضافې په ضد ايوان څخه علامتي واک اوټ هم وکړو.
په واکمن ائتلاف کې شامل يو بل ائتلافي گوند عوامي نيشنل پارټۍ هم ددغه گام مخالفت کړى دى.
په ايوان کې دايم کيو ايم استازيتوب کوونکي دگوند يو مشر حيدر عباس رضوي وويل کۀ چرې په راتلونکو دريوؤ ورځو کې په حکومتي فيصله نظرثاني ونۀ کړل شي نو دهغه گوند به په سياسي تگلاره کې په بدلون راوستو مجبور شي خو هغه دخپل بيان نور وضاحت ونۀ کړو.
ديوې بلې سياسي ډلې تحريک انصاف چئيرمين عمران خان هم دپيټرولو نرخونو کې په حکومتي اضافې سخته نيوکه کړې او وئيلي يې دي چې دواکمنانو دغلا جرمانه داولس څخه وصولولى شي.
ددې خيالاتو څرگندونه هغه لاهور څخه جاري شوي يو بيان کې کړې ده.
حکومت دجنورۍ په لمړۍ نيټه هم دپيټرولو په نرخونو کې داضافې اعلان کړى ؤ چې په ضد يې ايم کيو ايم احتجاجاً دواکمن ائتلاف څخه بيل شوى ؤ، خو داپوزيشن او ائتلافي گوندونو دسخت مخالفت په نظر کې نيولو سره دحکومت لخوا ددغې پريکړې واپس اخستو وروستو ايم کيو ايم بيا په شريک حکومت کې شامل شوى ؤ.
دگل په ورځ ايوان ته خپله وينا کې دايم کيو ايم او اى اين پي دمشرانو دريځ ؤ چې وزيراعظم يوسف رضا گيلاني دتيلو او گيس دنرخونو دتعين کوونکې ادارې اوگرا دفيصلو دجاج اخستو لپاره يوه پارلماني کميټي جوړه کړې وه خو تر دې مهاله ددغه کميټۍ يوه غونډه هم نۀ ده شوې او نۀ هم داوسنۍ نظرثانۍ په اړه هغه په باور کې اخستل شوې ده.
داوگرا لخوا دگل په شپه دجاري شوي بيان له مخې په عالمي منډۍ کې دتيلو قيمتونو کې دپرله پسې اضافې په وجه حکومت لپاره اولس ته رعايت ورکول ناممکن شوي وؤ او ددغه بوج تر صارفينو پورې منتقلي ضروري وه.
دناقدينو په فکر دپيټرولو نرخونو کې داضافې په فيصله داقتصادي ستونزو سره مخ حکومت باندې اولسي فشار کې دزياتوالي او په مقبوليت کې يې دکمي راتللو امکان دى، ځکه چې کۀ يو خوا به ددغه پريکړې اغيزې نيغ په نيغه په اولس کيږي نو بل اړخ ته به دحکومت مخالفې سياسي ډلې دغه وضعيت دخپلو سياسي گټو لپاره استعمالوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG