لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برطانيی شهزاده ویلیم او شهزادگۍ کېټ مډلټن د چترال دوره وکړه


شهزاده ویلیم او شهزادگۍ کېټ په چترال کې د ځايي کیلاش اوسېدونکو سره ناست دي
شهزاده ویلیم او شهزادگۍ کېټ په چترال کې د ځايي کیلاش اوسېدونکو سره ناست دي

د پاکستان په سفر د برطانيي شهزاده ویلیم او د هغه مېرمن شهزادگۍ کېټ مډلټن د خېبرپښتونخوا د سیاحت مرکز او لرې پرتې غرنۍ سیمې چترال دوره وکړه او د نړۍ توجه یې دې خبرې ته واړوله چې د نړیوالې تودوخي له امله د سیمې د واورې کمرې د وخت نه وړاندې ویلې کېږي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ چترال ته په رسېدو شهزاده ویلیم او شهزادگۍ کېټ مډلټن ته تود هرکلی وویل شو.

شهزادگۍ کېټ د چترال د کېلاش مېرمنو سره ویني
شهزادگۍ کېټ د چترال د کېلاش مېرمنو سره ویني

د اېسوسي اېټډپرېس خبرې ادارې ترمخه، د چترال کېلاش ټولنې مشرانو د برطانيي شاهي مېلمنو ته روایتي چغې، پکولونه او څادرې په ډالۍ کې ورکړې.

شاهي جوړې د کېلاش ښځو، سړو او ماشومانو سره ساعت تېر کړو او د موسیقۍ او د روایتي کیلاش نڅا ننداره یې وکړه.

چترال ته د تگ نه یوه ورځ وړانډې شهزاده ویلیم په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل هغه د چترال ته ځکه هم تلل غواړي چې په سیمه د موسمي بدولون اثرات په خپلو سترگو ویني چرته چې ویل کېږي د واورې یو کمر یا گلېشیر د نړیوالې تودوخي له امله په تندۍ ویلې کېږي.

شهزاده ویلیم او شهزادگۍ کېټ مډلټن د گلېشیر کتنه کوي
شهزاده ویلیم او شهزادگۍ کېټ مډلټن د گلېشیر کتنه کوي

د اېسوسي اېټډېس پرېس خبري ادارې ترمخه، د پاکستان په شمالي برخو کې په ورستۍ موده کې غیرمعمولي سیلابونه شوې دي.

په چترال کې شاهي جوړې د بمبوریت کلي دوره هم وکړه. دغه کلی په کال ٢٠١٥ کې سیلاب تباه کړی و. شهزاده ویلیم او شهزادگۍ کېټ مډلټن د کلي د سیلاب ځپلو خلکو سره ولیدل.

په چترال کې شاهي جوړې د بمبوریت کلي دوره هم وکړه. دغه کلی په کال ٢٠١٥ کې سیلاب تباه کړی و. شهزاده ویلیم او شهزادگۍ کېټ مډلټن د کلي د سیلاب ځپلو خلکو سره ولیدل
په چترال کې شاهي جوړې د بمبوریت کلي دوره هم وکړه. دغه کلی په کال ٢٠١٥ کې سیلاب تباه کړی و. شهزاده ویلیم او شهزادگۍ کېټ مډلټن د کلي د سیلاب ځپلو خلکو سره ولیدل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG