لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

"بايد عزت وګټل شي" دا خبره د وزير اعظم عمران خان د کابېنې یو وزیر په پوځ د تنقید په ضد د مجوزه قانون په اړه کړې


فواد چودهري

اسلام اباد ـــ د پاکستان د قامي اسمبلۍ د داخله چارو د قايمه کميټۍ لخوا منظور شوې مسوده چې پکې په پوځ تنقيد کوونکو ته سزا او جرمانه تجويز شوې د سياسي ګوندونو، قانون پوهانو او مدني فعالينو سره سره یې د سرکاري کابينې وزيران ملاتړ نه کوي.

د وزير اعظم عمران خان په کابينه کې د ساينس او ټېکنالوجي وزير فواد چوهدري په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي "بايد عزت وګټل شي. په زور د خلکونه څوک عزت نه شي غوښتلی".

د تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي امجد علي خان په ياده کميټۍ کې مسوده وړاندې کړې چې کمېټۍ منظوره کړې هم ده، په دې مسوده کې تجويز شوې چې په پاکستاني پوځ او پوځي افسرانو تنقيد کوونکو ته دې دوه کاله قيد، نيم ميلين (پینځه لکه) جرمانه او لا دواړه سزاګانې ورکړل شي.

د عمران خان د کابينې يوه بله غړې او د بشري حقونو د وزارت مشرې شرين مزاري هم په ټوېټر ليکلي چې دا مسوده د حکومتي ګوند تحريکا نصاف يو غړي په شخصي حیثيت وړاندې کړې ده چې د حکومت پکې څه کار نه شته.

په سوشل مېډيا هم يادې مسودې ته سخت غبرګون ښودل کيږي او د څه حده پورې ټوکې ټکالې هم خورې شوي چې پکې ويل شوي داسې نه وي چې په خوب کې پښې جي ايچ کيو ته کول چرته جرم و ګڼل شي.

البته قانون پوهان وايي دا قانون که چرې منظور شي دا به د ايين خلاف ورزي، د پارلمان د وقار او بشري حقونو نه سرغړونه وي چې د ملک سپريم کورټ يې ختمولی شي.

د پاکستان بار کونسل غړي او قانون پوهه عابد ساقي وي او اې ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته د دې قانون په اړه ويلي دا د بشري حقونو خلاف قانون دی او که دا جوړ شي دا به د ايين د ارټيکل 19 خلاف وي چې د اظهار د ازادۍ په اړه دی.

عابد ساقي وايي "دا د خلکو ژبه تړل دي او يوه چاړۍ باټۍ ټولنه جوړول دي".

يو بل قانون پوه عبدالرحيم وزير ډيوه ته ويلي د پارلمان غړي دې د دې قانون سازۍ لاره ونيسي ځکه چې د دې مطلب به دا شي چې تور ته به څوک تور او سپين ته به سپين نه وايي او د هغه په وينا دا يوه غيراعلانيه مارشل لا ده.

ښاغلی وزير وايي "سپريم کورټ هر هغه قانون ختمولی شي چې د ايين په ضد او د بشري حقونو نه پکې سرغړونه ده. عدالتونه په وړو وړو خبرو سوموټو کاروايي کولی شي نو دا خو لا د ايين او بشري حقونو نه سرغړونه ده".

ياده مسوده به قامي اسمبلۍ ته د قانون سازۍ د پاره لېږل کيږي چې پاکستان مسلم ليګ ن او پاکستان پيپلز پارټي يې د وړاندې نه مخالفت کوي.

XS
SM
MD
LG