لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې دډرون بريدونو خلاف احتجاج


اسلام اباد کې دډرون بريدونو خلاف احتجاج
اسلام اباد کې دډرون بريدونو خلاف احتجاج

دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان د20ؤ څخه زياتو قبائيلو دزيارت په ورځ دپاکستان په پايتخت اسلام اباد کې په قبائيلي سيمو کې دامريکا دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو لخوا دترسره کيدونکو بريدونو په ضد احتجاجي مظاهره کړې ده.

دمظاهرې دبرخه والو وينا ده دهغوي نزدې خپلوان په ميزائيلي بريدونو کې وژل شوي دي او ددغو کسانو وکيل وائي دا ټول خلک دامريکا په ضد دهرجانې ددعوې کولواراده لري.

په اسلام اباد کې دشمالي وزيرستان داوسيدونکو لخوا دډرون بريدونو په ضد دغه دخپل نوعيت لمړۍ مظاهره ده چې دجمعې په ورځ به هم روانه وي.

ددغه مظاهرې مشري دشمالي وزيرستان يو اوسيدونکى کريم خان وزير کوي ، چاچې دوه اوونۍ ړاندې دامريکې ددفاع وزير رابرټ گيټس، دامريکې خفيه ادارې سي ائي اى مشر او په پاکستان کې تعينات ددغه ادارې يو استازي ته دپنځوسو کروړو ډالرو دهرجانې قانوني نوټس ليږلى ؤ.

کريم خان دريځ لري چې تير کال په دسمبر کې دهغه په حجره دډرون بريد کې دهغه ځوې او ورور وژل شوي وؤ او دهغه په وينا دوژل شوؤ دواړو کسانو تعلق دطالبانو سره نۀ ؤ.

په دغه مظاهره کې دقبائيلي سيمې سره تعلق لرونکو دپارلمان غړو هم گډون وکړواو دشمالي وزيرستان سره تعلق لرونکي دقومي اسمبلۍ غړي کامران خان وائس اف امريکا ته وويل هغه ددې نه وړاندې هم په پارلمان کې دډرون حملو په ضد غږ پورته کړى ؤاو په راتلونکي کې به هم دغه لړۍ دوامداره ساتي.

کامران خان دپاکستان دحکومت څخه هم غوښتنه وکړه چې دډرون بريدونو بندولو کې کردار ادا کړي.

داسمبلۍ غړو دا غوښتنه هم وکړه چې په قبائيلي سيمه پرله پسې کيدونکو ډرون بريدونو دمخنيوي دپاره دې دپاکستان حکومت دنيټو ځواکونو لپاره افغانستان ته دوړونکو گاډو لاره وتړي ځکه چې دهغوي دريځ دى ددغسې کولو سره به دپولې پورې غاړې امريکائي پوځيانو باندې فشار کې زياتى راشي.

دافغان پولې سره نزدې قبائيلي سيمو کې سږ کال دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو لخوا په لسگونو بريدونه ترسره شوي چې پکې په شلگونو جنگيالي وژل شوي دي.

دپاکستان حکومت په ښکاره خو ددغو ډرون بريدونو مخالفت کوي خو څيړونکي وائي حکومتي چارواکي په پټه ددغو بريدونو ملاتړ کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG