لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صوبو ته اختیارات ورکوونکی 18م ايیني ترمیم او په دې اړه د واکمن تحریک انصاف د وزیرانو خبرې


په ایین کې اتلسم ترمیم پارلېمنټ په کال ۲۰۱۰ کې منظور کړو

د اطلاعاتو وفاقي وزیر شبلي فراز د واک من تحریک انصاف دریم وزیر دی چې د اتلسم اييني ترمیم په موضوع یې خبرې کړي دي.

د وایس اف امریکا د اردو څانګې د 18م اييني ترمیم په اړه په خپل رپورټ کې وویل چې د خپلې چوکۍ د سوګند پورته کولو وروسته په یوې خبري غونډې کې شبلي فراز وویل چې د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره په ټول ملک کې یوه ډول تګلاره یا پالېسي پرځای کولو کې اتلسم ترمیم لوی خنډ دی.

رپورټ وايي چې شبلي فراز په دې اړه دا منتطق وړاندې کړو چې د اتلسم ترمیم نه وروسته وفاقي حکومت یوازې د لارښونې هدایات خو جاري کولی شي خو قانوني اختیارات د صوبو سره دي.

د شبلي فراز د خبرو نه یوه هفته وړاندې د منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر په یوه مطبوعاتي مرکه کې ویلي وو چې په 2010م کال کې د اتلسم ترمیم د منظورېدو نه وروسته د وفاق او صوبو ترمنځ په انتظامي معاملو داسې خامیانې په نخښه شوي دي چې لېرې کول یې ضروري دي.

د تحریک انصاف مخالف ګوندونه په خصوصي توګه پاکستان پیپلز پارټي وايي اتلسم اييني ترمیم چیړل به د وفاق دپاره ډیر زیانمن وي.

په اتلسم ترمیم کې کومې مادې شاملې دي؟

د کال 2010م د اپرېل په 10مه نېټه د پاکستان پیپلز پارټۍ په حکومت کې پارلیمنټ د ۱۹۷۳ ایین په ۱۰۲ شق کې بدلون منظور کړو.

د دې ترمیم دلاندې د سرحد نه د صوبې نوم خېبرپښتونخوا ته بدل کړی شو.

د ترمیم دلاندې د صدر په اختیاراتو کې کمی وکړی شو او د اسمبلو د ختمول ترې واخیستل شو او هم دغه ډول د صدر یو شمېر نور اختیارات د صدر نه صوبايي حکومتونو ته منتقل کړی شول.

د بیړني صورتحال پرځای کولو اختیار د صدر نه صوبايي اسمبلیو ته منتقل کړی شو.

د اتلسم ترمیم لاندې د ايين ماتوول او ایین ځنډول سنګینه غداري او نه بخښلو وړ جرم وبلل شو.

د بجلۍ پېداوار صوبايي اختیار وټاکل شو.

د اعلا عدلیي د ججانو په ګمارلو کې جوډیشل کمېشن او پارلېمنټ ته هم کردار ورکړی شو.

د پنځو نه تر 16 کلونو پورې د ماشومانو تعلیم لازمي، وېړیا د ریاست ‌ذمه واري وټاکل شوه.

د پوځي مشرانو په تقررۍ کې د وزیراعظم مشاورت ضروري وټاکل شو.

د وزیراعظم او صوبايي اعلا وزیرانو دپاره دا پابندي ختمه کړی شوه چې په دریم ځل به نشي منتخب کېدی.

د اتلسم ترمیم نه کومې مسلې پېدا شوي؟

د لاهور یونېورسټۍ د سیاسیاتو استاذ پروفېسر رسول بخش ریس وویل د اتلسم ترمیم په منظورۍ کې د دریو سیاسي ګوندونو، پاکستان پيپلز پارټۍ، عوامي نېشنل پارټۍ او مسلم لیګ (ن)، ډیر لوی لاس دی او دریو واړو ګوندونو د دغه ترمیم منظورولو دلارې د خپلو مفاداتو تحفظ هم وکړو.

پروفېسر رسول بخش رییس وویل د مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف د خپل ځان دپاره په دریم ځل د وزیر اعظم منتخب کېدو په لار کې خڼد لېرې کول غوښتل، ای اېن پي د صوبې نوم بدلولو غوښتل او پیپلز پارټۍ د صوبو اختیارات زیاتول غوښتل.

پروفېسر رسول بخش ریس وویل د اتلسم ترمیم دلاندې ځینې داسې اختیارات هم صوبو ته ورکړی شول چې په پرمخته تللي هېوادونو کې هم صوبو یا ریاستونو ته نه دي ورکړی شوی لکه د تعلیم پالېسي او مالیاتي اختیارات. د هغه په وېنا د اتلسم ترمیم دلاندې صوبو ته دومره مالي اختیارات ورکړی شول چې صوبې یې نشي استعمالولی.د هغه په خیال وفاقي حکومت ګڼي چې د ټېکسونو دلارې د امدن ترلاسه کولو اختیار د مرکزي حکومت پرخای صوبايي حکومتونو سره زیات دی سره د دې چې بین الاقوامي قرضې وفاقي حکومت ادا کوي.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه پروفېسر رسول بخښ ریس نه ګڼي چې د پاکستان "مقتدره" قوتونه صوبو ته د اتلسم ترمیم دلارې ورکړی شوي خودمختارۍ سره څه مسله لري، چې په غیر مستقیم ډول یې پوځ ته اشاره وه.

خو د پاکستان پیپلز پارټۍ پخوانی سنېټر فرحت الله بابر وايي د اتلسم ترمیم مخالفت هم د پوځ په اشاره کولی شي ځکه چې پوځ په خپلو مالي وسایل زیات اختیار غواړي.

فرحت الله بابر تېره میاشت د وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل "دا لمړی ځل نه دی چې په ۱۸م ائيني بدلون اعتراضونه کيږي، او د دې هغه خلک مخالفت کوي او اعتراضونه پرې کوي د چا چې د دې ائيني بدلون د لارې د ګټو ترلاسه کولومخه نيول شوې ده".

هغه وويل، "د دې ائيني بدلون نه وړاندې به ځينې ادارو او ځینې خلکو د قامي خزانې نه څومره پېسې راويستل غوښتې پېسې به يې راويستلې، هغه سلسله ختمه شوه".

د پروفېسر رسول بخش ریس په وینا هغه نه ویني چې په اتلسم ترمیم کې به زر بدلون وکړی شي ځکه چې پاکستان تحریک انصاف په پارلېمنټ کې په دریو کې دوه برخې اکثریت نلري چې د اییني ترمیم دپاره ضروري وي.

هغه وویل د اتلسم ترمیم په لړ کې وفاق او صوبو ترمنځ د منځ لار روایستلو دپاره سپریم کورټ ته رجوع کېدلی شي او بله دا چې د تعلیم او صحت په برخه کې د وفاق او صوبو ترمنځ اتفاق پېدا کېدلی شي خو د مالیاتو په معامله جوړه به مشکل وي.

د اتلسم ترمیم په حق کې دلیلونه

د پاکستان د سنېټ د انصاف او قانون د کمېټۍ مشر د پاکستان مسلم لیګ (ن) سنټر جاوېد عباسي اتلسم ترمیم اوس د ایین برخه ده او د دې په مخالفت کې خبرې کوونکې په حقیقت کې ايين خلاف خبرې کوي. هغه زیاتوي چې هغه خلک چې د اتلسم ترمیم د بېرته اخیستلو خبره کوي په حقیقت کې د ایین د ماتوولو خبره کوي.

سنېټر جاوېد عباسي د دې خبرې سره هم اتفاق نه کوي چې د اتلسم ترمیم دلارې ځینو سیاسي ګوندونو د خپلو مفاداتو تحفظ وکړو. هغه وویل د اتلسم ترمیم د منظورۍ په وخت ټول سیاسي ګوندونه په اعتماد کې اخیستل شوي وو، په دې ډیر بحث شوی و او د ترمیم منظورېدل د سیاسي ګوندونو لویه کامیابي ده.

د سند صوبې پخوانی مشر سرکاري وکیل یا اېډوکېټ جنرل او اييني ماهر بېرسټر ضمیر ګهمرو وايي صوبو ته 10 کاله وړاندې ورکړی شوي اختیارات بېرته نشي اخیستل کېدی. د هغه په وینا د تعلیم، صحت، قانونو عملداري، زراعت، صنعت، بلدیات، سماجي تحفظ، معدنیاتو او داسې ګڼ شمېر نور مدونه د پاکستان د جوړېدو نه وړاندې راهسې د صوبو په اختیاراتو کې شامل وو.

د بېرسټر ضمیر ګهمرو په وینا په اتلسم ترمیم تراوسه پورې د 30 نه 40 فیصد پورې عمل شوی دی او ځینې عناصر په دې په مکمله توګه د عمل کوولو نه ډډه کوي او وخت په وخت داسې ګنګوسې خپروي چې عدالتونه او نورې ادارې ترې دا تاثر واخلي چې اتلسم ترمیم وفاق کمزوری کړی دی.

یادونه: خبریال محمدثاقب دا خبر د وي او ای اردو څانګې دپاره د کراچۍ نه لیکلی دی

XS
SM
MD
LG