پاکستان تحریک انصاف ګوند پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ په ملک کې احتجاجونه اعلان کړي، ياد ګوند تور لګوي چې په اتمه فرورۍ په عامو انتخاباتو کې درغلي شوې او دعوه کوي د دوی ګټلې نتيجې په بايلات بدلې کړل شوي دي. تحریک انصاف ویلي، پنجاب صوبه کې یې د احتجاج په وخت ګڼ پلويان نيول شوي دي.
د پاکستان تېر نګران حکومت او الېکشن کمېشن د وړاندې نه د درغليو تورونه رد کړي دي.
د تحریک انصاف ګوند نه علاوه، پښتانه او ځينې بلوڅ ملت او مذهبي سياسي ګوندونه هم په انتخاباتو کې د درغليو تورونه لګوي.
تحریک انصاف ګوند ویلي، د درغليو پرضد یې پرون په ملک کې د پرامنه احتجاج اعلان کړی خو په پنجاب او ځانګړي ډول لاهور کې د دوی احتجاج ګډوډ کړل شوی، مشران او غړي یې، ټول د 100 پورې کسان یې نيول شوي دي.
د پنجاب صوبې چارواکو دغو دعوو ته په رسمي ډول غبرګون نه دی ويلی. تحریک انصاف ګوند په اېکس (پخواني ټویټر) پوسټ کړی، ويډیوز یې خپرې کړې او ويلي يې دي،
"نړۍ دې خبر وي چې پاکستان کې خلک د 2024م د جعلي انتخاباتو پرضد پرامنه احتجاج کوي خو امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول پنجاب صوبه کې د غېرقانونه وزیراعلا مريم نواز په مشرۍ پوليسو په دوی حمله کړې ده".
د ځايي مطبوعاتو ترمخه په لاهور کې د تحريک انصاف ګوند دوه ځايي مشران لطيف کهوسه او سلمان اکرم راجه هم نيول شوي، خو وروسته ویل شوي د کهوسه پرضد مقدمه درج کړل شوې او په ضمانت خوشی کړل شوی دی. پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن په لاهور کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند د مهمو غړو د نيولو غندنه کړې ده.
"د بشري حقونو کمېشن ويلي، ټول ملکي وګړي، بې د کوم سیاسي تړون، په ازاده او پرامنه توګه د احتجاج اييني حق لري، د پنجاب حکومت دې د خپلو سياسي مخالفينو سره داسې نه کوي".
پاکستان کې د اتمې فرورۍ د انتخاباتو په نتيجه کې پاکستان مسلم ليګ ن په پنجاب صوبه کې حکومت جوړ کړی، په مرکز کې هم مسلم ليګ، پيپلز ګوند او اتحاديانو یې په ګډه وزيراعظم د مسلم لیګ ن شهباز شريف ټاکلی، د پيپلز ګوند اصف علي زرداري د اتحاديانو په ملاتړ د ملک صدر جوړ شوی، سيند صوبه کې هم پيپلز ګوند حکومت جوړ کړی دی.
په خېبرپښتونخوا کې پاکستان تحریک انصاف حکومت جوړ کړی او بلوچستان کې د پيپلز ګوند وزيراعلا ټاکل شوی دی. تحریک انصاف او نور سياسي ګوندونه په انتخاباتو کې د درغليو تورونه لګوي او تحریک انصاف ګوند وايي دوی ته د ښځو او لږکيو ځانګړې څوکۍ هم نه دي ورکړل شوي.
امریکې، برتانيې او يورپي يونين هم د پاکستان په انتخاباتو کې د ګډوډۍ، د درغليو په تورونو او د انتخاباتو په ورځ د انټرنېټ په بنديز اندېښنه څرګنده کړې او د پلټنو غوښتنه یې کړې وه.
خو د پاکستان نګران حکومت او الېکشن کمېشن د درغليو تورونه رد کړي او د انتخاباتو په ورځ د انټرنېټ د بنديز په اړه یې ويلي وو، د ناامنۍ د خطرو له امله انټرنېټ بند کړی شوی وو.
پاکستان کې د قانون جوړونې او روڼتيا ادارې پيلډاټ ويلي، د اتمې فرورۍ په انتخاباتو کې د تېرو دوو انتخاباتو په مقابله کې د روڼتيا کچه ټيټه ليدل شوې ده، او په دغه کچه کې پرله پسې کمی په پاکستان کې د جمهوري عمل کمزوري کېدو علامت دی او په انتخابي نظام کې د ولس د اعتماد په ځای کولو سمدستي اړتیا ظاهروي.
د پلډاټ په رپورټ کې په پوره انتخابي عمل کې د روڼتيا او احتساب د اقداماتو سېوا کولو سپارښتنه شوې او د الېکشن کېمشن نه غوښتنه شوې چې په ځانګړي ډول د نتيجو د مرتب کولو، د هغې د رسولو او انضمام په حواله دې د 2024م په عامو انتخاباتو کې د شوي وروسته والي او خاميانو پلټنې وکړي.
Forum