لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ: پوځ نشي کولای چې اولس هم د ملک د ادارې په شان پخپل کنټرول کې وساتي


محسن داوړ خلکو ته د وینا پر مهال (پخوانۍ غونډه)
محسن داوړ خلکو ته د وینا پر مهال (پخوانۍ غونډه)

د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ ډیوه ریډیو سره په مرکه کې ویلي ریاست د رښتیاو نه یریږي او د دوی د ویناګانو مخه نیولو لپاره حکومت هره حربه استعمال کړې ده.

نوموړي ډیوه سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان میډیا د دوی خبرو ته ځای نه ورکوي او حکومت ورته په بنو کې د موبایل او انټرنیټ سهولت هم بند کړی و.

محسن داوړ وویل: «مونږ د پوځ ویاند میجر جنرل آصف غفورته دا پیغام ورکړو چې راشي او وګوري چې څومره خلکو په جلسه کې برخه اخستې.

پوځ چې څنګه د ملک ادارې په خپل کنټرول کې ساتي، دغه شان اولس په خپل کنټرول کې نشي ساتلي.»

نوموړي د حکومت نه غوښتنه کړې چې په پخوانیو قبایلي سیموکې د خلکو سره شویو زور زیاتو د پلټنو لپاره دې د رښتیاو معلومولو او جوړجاړي کمیشن جوړ کړی شي.

محسن داوړ ویلي په دوی باندې د بهرملکونو لپاره کار کولو تورونه لګولی کیږي او زیاته کړې چې د پوځ لخوا الزامونه به دغه مسله لا نوره هم زیاته کړي.

بل پلو منظور پشتين هم د اتوار، يکشنبې په ورځ په بنو کې راجوړې اولسي غونډې ته په وېنا کې په ملک کې جوړو پوځي عدالتونو باندې سختې نيوکې وکړې او وې ويل په دغو عدالتونو کې د خیبرپښتونخوا او قبايلي سیمو سره تعلق لرونکو بې ګناه پښتنو ته سزاګانې اورول کیږي.

هغه وويل په وروستيو کې د پېښورهايکورټ د پوځي عدالتونو څخه اورول شوې سزاګانې وځنډول شوې او دا د دغو عدالتونو ښکاره ثبوت دی چې په پوځي عدالتونو کې انصاف نه ورکول کيږي.

د پښتون ژغورنې غورځنگ یا پي ټي اېم یو بل مخکښ مشر او د قامي اسمبلې غړی علي وزیر وایي چې دوی به پس له دې پر یو «متبادلې سیاسي حوالې» سوچ وکړي، هغه ځکه چې ریاست د دوی غوښتنو ته هیڅ پام ونه نیوه.

کله چې له علي وزیر څخه وپوښتل شول چې متبادله سیاسي لاره به یې څه وي؟ آیا سیاسي گوند به جوړ شي که څنگه؟ هغه وویل: «گوندونه خو مخکې هم جوړ شوي دي، له دې نه څه حال نه دی راوتلی. او په جلسو کې په دومره سوالونو او منتونو هم زیاتي ورته ستړي شوو یا به داسې کوو چې اسلام آباد ته به ځو په اسلام آباد کې به کښینو، یا به ملگري سنجوي چې بل ردعمل څرنگه وي، په کوم انداز باندې وي، دوی به خپل تیاری نیسي.»

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG