د پاکستان پيپلز گوند مشر بلاول بهټو زرداري د څلورمې په ورځ پخوانی سنيټر فرحت الله بابر د پښتون تحفظ موومنټ د هغه جرگې غړی وټاکلو چې د پیپلز گوند د بیان ترمخه به د پاکستان حکومت او د غورځنگ ترمنځ مذاکرات کوي.
د گوند په يو پريس ريليز کې ويلي شوي بلاول بهټو زرداري دا فيصله د پي ټي ايم د مشر منظور پښتين سره د ټيليفون د رابطې په ترڅ کې کړې ده. منظور پښتين بلاول بهټو ته ټيليفون کړی و او غوښتنه يې کړې وه چې ښاغلي بابر ته اجازه ورکړي د پيپلز گوند په نمايندگۍ د پي ټي ايم د جرگې برخه شي.
په پريس ريليز کې ويل شوي بلاول بهټو د منظور پښتين سره په خپلو خبرو کې وويل د ده گوند د خبرو اترو د لارې د شخړو د هوارولو پلوي دی او هغه په دې خوشحاله دی چې د فرحت الله بابر نوم د جرگې د غړي په توگه اعلان کړي.
ښاغلی بابر به د هغه ديرش کسيزه جرگې غړی وي چې پکښې د پي تي ايم د غړو سره سره د عوامي نيشنل گوند او پښتونخوا ملي عوامي گوند غړي هم شامل دي. منظور پښتين پخپله د دې جرگې برخه نه دی.
د پي ټي ايم لخوا حکومت سره د پينځه غوښتنو يو ليکلې لوظنامه شوې ده چې پکښې په کراچۍ کې د پوليس په ولقه کې د وژل شوي نقيب الله محسود قاتل راو انوار عدالت ته پيش کول، د نورو بې عدالته وژنو پلټنې کول، د ورک کړل شو پښتنو مقدمې عدالتونو ته وړل، په قبايلي سيمو کې ښخ کړل شوي ماينونه پاکول او په پوځي چک پوسټونو د خلکو سره د غير انساني چال چلن بندول شامل دي.
خو د پي ټي ايم اوس تر ټولو غټه غوښتنه د يو داسې ټروت اينډ ريکانسيليشن کمېشن جوړول چې په پښتنو د شوي ظلم جبر حقيقتونه په ډاگه کړي. د کمېشن د جوړيدو غوښتنه ځکه کېږي چې د هدفي وژنو، د کورونو د ورانولو او لوټلو او په پاکستان کې د پښتنو سره د روانې کرکجنې رويې په گوته کول دي.