لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزیر او محسن داوړ سره لکه د جنگي قیدیانو سلوک کېږي، افراسیاب خټک وايي


علي وزیر او محسن داوړ
علي وزیر او محسن داوړ

د شمالي او جنوبي وزیرستان د قومي اسمبلۍ غړو محسن داوړ او علي وزیر چې د پښتون ژغورنې غورځنگ اهم مشران هم دي سره د هري پور په جیل کې لکه د "جنگي قیدیانو" سلوک کېږي، دواړه اخبارونو، رېډیو او کتابونو ته رسايي نه لري او د زندان د سخت امنیت دلاندې څانگه کې بندیوان دي.

د پارلېمنټ د غړو سره په جیل کې د سلوک دغه حال افراسیاب په ټوېټر او د وی او ای ډیوه سره به مرکه کې شریک کړې دي.

ښاغلي خټک او د پاکستان پیپلزپارټۍ فرحت الله بابر د شورو، چهارشنبې، په ورځ د علي وزیر او محسن داوړ سره په زندان کې ولیدل.

افراسیاب خټک چې د پاکستان سنېټ د انساني حقونو د کمېټۍ مشر هم و وویل "داسې سلوک ورسره کئ لکه سړی چې د جنگي قیدیانو سره چې کئ نو پوښتنه مونږ وکړه مونږ وېل چې دا جنگي قیدیان دي که سیاسي قیدیان دي؟ نو حقیقت دا دی چې ډا ډیره د خفگان خبره ده او د مذمت خبره ده."

افراسیاب خټک د پي ټي اېم د دواړو مشرانو سره د لېدنې په اړه په ټوېټر وویل چې علي وزیر او محسن داوړ ورځپاڼو، رېډیو او کتابونو ته رسايي نه لري سره د دې چې د بنو د یو عدالت جج ورته د دغو سهولتونو اجازت ورکړی دی.

د وي او ای ډیوه سره مرکه کې افراسیاب خټک وویل علي وزیر او محسن داوړ د پارلېمنټ غړي دي او جیل د قانون دلاندې پکار ده چې دوی ته "ای کلاس" ورکړی شوي وی چې پکې ورځپاڼو او کتابونو ته رسايي شامله وي، خو دوی ته دغه اسانتیاوې نه ورکړی کیږي.

ښاغلي خټک وویل علي وزیر او محسن داوړ سره د سیاسي قیدیانو نه بلکې په اخلاقي جرمونو کې بندو نورو قیدیانو په ډول سلوک کولی شي او د زندان د سختي نگرانۍ په څانگه کې قید دي.

د شمالي او جنوبي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ منتخب غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران محسن داوړ او علي په پوځي چيک پوسته د بريد او د پوځيانو په ګاډی د چاؤدنې په تورنو مقدمو کې بنديوان دي.

د دغو الزاماتو خلاف د علي وزیر او محسن داوړ د دفاع وکیلانو د ډلې غړي وکیل سنگین خان وی او ای ډیوه سره خبرو هم تصدیق وکړو چې د بنو د عدالت جج د قومي اسمبلۍ دواړو غړو ته اجازت وکړی دی چې په زندان کې ورځپاڼو او رسنیو ته رسايي ولري.

سنگین خان وویل عدالت ته یې د علي وزیر او محسن داوړ په ضمانت د ازادۍ دپاره خواست ورکړی دی خو شا او خوا دوه میاشتې شوي خو په دغه خواست اورېدنه نه ده شوي. وکیل زیاته کړه چې د قانون ترمخه عدالت پابند وي چې د ضمانت په خواست، د منظورۍ یا د نامنظورۍ فیصله، په دریو ورځو کې وکړي خو د محسن داوړ او علي وزیر په معامله کې دوه میاشتې تېرې شوي خو عدالت یې لا خواست هم نه دی اورېدلی.

په بند کې په محسن داوړ او علي وزیر د قدغنونو په اړه سنگین خان وویل د پارلېمنټ د منتخب غړو سره "دا قسم سلوک، د دې نتیجې به ښې نه وي."

د علي وزیر او محسن داوړ سره د سلوک په اړه د افراسیاب خټک مرکه دلته اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:26 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG