لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

محسن داوړ او علي وزیر د زندان څخه ازاد شول


د هري پور د زندان په دروازه د محسن داوړ او علي وزیر پلویانو د هغوی هرکلی وکړو او د هغوی په حق کې یې نعرې پورته کړې.

د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنگ فعالان محسن داوړ او علي وزیر د جمعې په شپه ناوخته د هري پور زندان څخه په ضمانت ازاد شول.

په دواړو د ترهگرۍ الزامات لگول شوي او د تېرو څلورو میاشتو نه د زیات وخت راهسې په بند کې پراته وو

د هري پور د زندان په دروازه د محسن داوړ او علي وزیر پلویانو د هغوی هرکلی وکړو او د هغوی په حق کې یې نعرې پورته کړې

په علي وزير او محسن داوړ څو میاشتې وړاندې د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې په پوځي چيک پوسته د برید او له هغې وروسته په اووم جون د پوځ په يو ګاډي د چاؤدنې په تور کې مقدمې جوړې شوې او بنديوان کړی شوي دي.

خو دپښتون ژغورنې غورڅنګ مشران اؤ د علي وزیر اؤ محسن داوړ وکیلان وایي چې په هغوئ لګول شوؤ تورونو کې هیڅ حقیقت نشته.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ یوه غړې ثنا اعجاز وايي خوشحاله ده چې دواړه خوشې شول خو په کومو شرایطو چې ضمانت جمع کړای شوی دی. دوی به ددې پر خلاف درخواست جمع کوي.

"څلور میاشتې پس بېل ورکول او هغه بېل هم د دومره کانډېشن اېښودل چې ډي پي او ته پېش کېږه، تاڼې ته پېش کېږه، اي سي ال کې اچول دا ټولې کېسې چې دا یو قسم ته داسې شکل ورکوي چې مونږ په یو جمهوریت کې نه بلکه په یوې مارشلا کې یا په امریت کې ژوند کوو. زمونږ چې کومه د وکیلانو ډله ده هغه به ددې خلاف پېټېشن هم کوي چې دومره سخت شرایط نه دي اېښودل پکار.

دوه ورځې وړاندې د پېښور هائیکورټ دبنو څانګې قاضي ښاغلي ناصر محفوظ د محسن داوړ اؤ علي وزیر دضمانتونو دعریضې اوریدنه کړې وه اؤ دهغوئ ضمانتونه یې منظور کړي وؤ .

خو په هغه مهال ددغو دواړو بندي مشرانو وکیل طارق افغان ډیوه سره خبرو کې اندېښنه ښودلې وه که چرې دعلي وزیر اؤ محسن داوړ په ضد کومه بله مقدمه پټه ساتل شوي وي نو هغه ددې دواړو مشرانو خوشې کیدو کې خنډان راولاړولی شي.

طارق افغان ویلي وؤ په ظاهره چې په محسن داوړ اؤ علي وزیر څومره مقدمې جوړې شوي په هغې ټولو کې یې ضمانت شوی خو که بله مقدمه پرې را وویستل شي نو په هغې کې به یې هم دضمانتونو دپاره محکمې ته رجوع کولی شي.

XS
SM
MD
LG