لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټ: د پي ټي اېم حمایت کوونکي د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او علي وزیر گرفتار شول


محسن داوړ د شمالي وزیرستان او علي وزیرستان د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي منتخب شوي
محسن داوړ د شمالي وزیرستان او علي وزیرستان د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي منتخب شوي

د پشتون ژغورنې غورځنگ حمایت کوونکي د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او علي وزیر د نهې، سه شنبې، په ورځ په اسلام اباد کې پولیس په داسې حال کې گرفتار کړل چې د پي ټي اېم فعالانو د اسلام اباد پرېس کلب سره نژدې د تحریک مشر منظور پشتین د گرفتارۍ خلاف مظاهره کوله.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ترمخه، د علي وزیر او محسن داوړ تر څنگ د پي ټي اېم ١٢ نور فعالان هم نیول شوې دي.

د رپورټ ترمخه د شمالي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ډان نیوز ټي وي ته د خپلې گرفتارۍ تصدیق وکړو او ویې وېل "مونږ د پولیس په ولکه کې یوو او کوهسار پولیس سټیشن ته منتقل کړی شوي یوو."

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د منظور پښتین د خوشي کېدو لپاره په جوړه شوې مظاهره کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د کسانو د نیولو غندنه کړې او ویلي یې دي‌ چې سوله ییز احتجاج جرم نه دی:

"زه زما د قومي اسمبلۍ د همکارانو محسن داوړ او علي وزیر او نورو نیول غندم چې د منظور پښتین د نیول کېدو په ضد یې احتجاج کاوه. حکومت به هغه وخت ښه کار وکړي که خپل حلف ور یاد کړي چې د پاکستان د آیین پاسداري‌ به کوي".

ډان په خپل رپورټ کې وویل د بي بي سي خبري ادارې خبریال سکندر کرماني یو وډیو شریکه کړې ده چې پکې لیدل کېږي چې پولیس علي وزیر او محسن داوړ خپله ولکه کې اخلي.

علي وزیر د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی دی.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتین د گل، دوشنبې، په ورځ په پېښور کې پولیس نیولی دی او پولیس مامورینو ویلي پشتین په ډیره اسماعیل خان کې د ریاست خلاف د وینا او د کرکې راپارولو په مقدمو کې پولیس ته مطلوب و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG