لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتین: د خړ کمر د پېښې وروسته د پي ټي اېم خلاف حکومتي اقدامات سخت شوي


د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین
د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین

د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین ویلي تیره میاشت د شمالي وزیرستان په خړکمر چېک پوسټ د پي ټي اېم د فعالانو او پوځي عسکرو د نښتو وروسته د تحریک یو شمیر مرکزي مشران چې د شمالي او جنوبي وزیرستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ اوعلي وزیر پکې شامل دي، نیول شوي او د تحریک خلاف حکومتي اقدامات سخت شوي دي.

د رویټرز خبري ادارې سره مرکه کې پشتین وویل په تېر وخت کې به "دوی (امنیتي ادارو) غوښتل چې احتجاجونه ودرول شي. اوس دوی تحریک ودرول غواړي...دوی نیغ په نیغه مشران نیولي دي او د بدنامولو کمپاین" یې په سوشل میډیا پېل کړی دی.

پوځ د پي ټي اېم په پلویانو په خړ کمر چیک پوسټ د حملې الزام لگوي خو تحریک تور لگوي چې پوځي عسکرو د پي ټي اېم په فعالانو ډزې وکړې. پوځ په پېښه کې د دریو کسانو د وژل کېدو تصدیق کړی دی خو پي ټي اېم وايي د وژلو شویو کسانو شمېره ١٣ ده.

علي وزیر او محسن داوړ
علي وزیر او محسن داوړ

د خړ کمر د پېښې وروسته په علي وزير، محسن داوړ او د دوی سره په نهو کسانو د قتل، اقدام، د پوځ پرضد د خلکو د راپارولو په شمول د سختو جرمونو قانونو د لاندې مقدمې درج کړی شوي دي.

رویټرز خبري اداره وايي پي ټی اېم د پښتونو او نورو اقلیتونو په جبر د بې درکه کېدو او غیر عدالتي وژنو خلاف هلې ځلې پېل کړي دي. پوځ د تحریک خلاف د اقداماتو نه انکار کوي خو وايي څوک به قانون ماتولو ته نه پرېږدي.

رویټرز وايي پي ټي اېم تر ټولو زیات مقبولیت د پاکستان په ٣٥ میلین پښتنو کې ل‏ري او د انساني حقونو د مبینه خلاف ورزو په سر په طاقت ور پوځ تنقید پې ټي اېم د چارواکو سره په ټکر کې کړی دی. چارواکي په پي ټي اېم الزام لگوي چې د هندوستان او د افغانستان استخباراتي ادارو نه پېسې اخلي. پي ټي اېم دا خبره ردوي. رویټرز وايي د پاکستان په ځینو برخو کې پي ټي اېم ته اجازه نه ورکړی کیږي او امنیتي ځواکونه د تحریک پلویان نیسي چې دا رنگ یې جلسې ماتې کړي.

ځینې څېړونکي او د پي ټي اېم مشران، رویټرز وايي، دا گڼي چې د تحریک د مشرانو گرفتاري په پي ټي کې دننه د منظور پشتین د تنها کولو کوښښ دی چې دا ډول هغه په سخت دریځ خپلوولو مجبور شي او بیا امنیتي ادارې دغه دریځ د تحریک خلاف د گام د پلمې په توگه وکاروي.

د پوځ د مطبوعاتو څانگه وايي د پي ټي اېم خلاف کوم اقدامات نه کېږي او امنیتي ځواکونه د قانون دننه خپله دنده ترسره کوي.

د پوځ ترجمان لېفټېننټ جنرل اصف غفور
د پوځ ترجمان لېفټېننټ جنرل اصف غفور

د پوځ ترجمان لېفټیننټ جنرل اصف غفور رویټرز ته په یو بیان کې وویل ځینې افراد پښتانه ځوانان د "نسل/ژبې په زاویه" د راپارولو کوښښونه کوي.

د پوځي ترجمان بیان وايي په داسې حال کې چې ریاست د "حقیقي" ستونزو هوارولو ذمه واري په غاړه لري "هیڅ چا ته به اجازت نه ورکړی کیږي چې د ریاست واک اختیار وننگوي...ځینې افراد قانون په لاسو کې د اخیستلو په لړ کې نیول شوي دي او دوی به د قانو طریقه کار سره مخامخ کولی شي."

رویټز په خپل رپورټ کې وايي د پي ټي اېم مشران گیله کوي چې د پښتنو په سیمو کې د تشدد او بې امنۍ لامله په ټول پاکستان کې امنیتي ځواکونه د ترهگرۍ ضد جنگ په نوم د پښتنو سره غیرمنصفانه سلوک کوي، زور زیاتی ورسره کوي او زوروي يي.

خبري اداره وايي د پي ټي اېم د دریځ ورستی مثال تیره میاشت په شمالي وزیرستان کې ولیدل شو چې د پي ټي اېم غړو وویل په غړ کمر کې پرې امنیتي عسکرو ډزې وکړې.

د محسن داوړ او علي وزیر مرستیال کفایت ازاد رویټرز ته وویل چې د مۍ د میاشت په ٢٦ مه نېټه په خړ کمر چېک پوسټ د پوځ په ډزو کې ١٣ کسان ووژل شو او ٢٥ د پي ټي اېم غړي ونیول شو چې ١٠ پکې وروسته په ضمانت ازاد شول.

د خړ کمر د پېښې په اړه د پوځ بیان دا دی چې احتجاج کونکو د ترهگرو د یو مشکوک "سهولتکار" د ازادولو دپاره په عسکرو فشار اچولو. دغه مشکوک تن یوه ورځ وړاندې نیول شوی و. په چېک پوسټ د حملې وروسته عسکرو د مظاهره چیانو سره د ډزو تبادله وکړه او درې حمله کونکي ووژل شو.

د انساني حقونو تنظیمونو غوښتنه کړې ده چې د پېښې تحقیقات دې وشي.

د پاکستاني ټېلې وژنونو او ورځپاڼو خبریالان وايي دوی د پي ټي اېم د مشرانو په بیانو او احتجاجو خبرونه ورکولو کې د بندیز سره مخامخ دي خو پوځ دا خبره ردوي چې گني په پاکستانی مطبوعاتو یې قدغنونه لگولي دي.

د اپریل په میاشت کې د پوځ ترجمان په سختو الفاظو کې پي ټي اېم خبرداره کړو چې " د دوی وخت ختم دی." پوځي ترجمان دا هم وویل چې پي ټي اېم د افغانستان او د هندوستان د استخباراتی ادارو نه مالي مرسته ترلاسه کړې ده خو پي ټي اېم دا خبره ردوي.

څېړونکي وايي د پوځي ترجمان دغه خبرو د پي ټي اېم د گرفتاریو دپاره حالات برابر کړل.

په لاهور کې میشته څېړونکې ندا کرماني رویټرز ته وویل د پوځي ترجمان د پي ټي اېم د وخت د ختمیدو خبرې حالات بدل کړل. د لاهور یونیورسټي اف مېنجمنټ ساینسز میرمن کرماني وویل د پي ټي ایم خلاف د حکومت د اقدماتو په نتیجه کې به د پښتنو د "بېگانگۍ احساس" نور هم زیات شي.

د خړ کمر د پېښې نه څو ورځې وړاندې، پشتین رویټز ته وویل، هغه او یو بل د تحریک ملگری ادریس محسود په موټر کې روان وو چې محسوس یې کړه چې دوی پسې نور څوک ور روان دي. کله چې دوی په یوه کوڅه کې په کوټ تاو شول نو د پولیس ترڅنگ په ساده جامو کې کسانو دوی ودرول او ورته یې وویل چې دوی د ادریس محسود نه څو پوښتنې کول غواړي. او بیا ادریس محسود دوی د ځان سره په موټر کې بوتللو چې تراوسه بند دی.

گلالۍ اسماعیل
گلالۍ اسماعیل

د علي وزیر او محسن داوړ ترڅنگ د پي ټي اېم بله غړې او د انساني حقونو فعاله گلالۍ اسماعیل د گرفتارۍ د ویرې پټه ده. د هغې پلار رویټرز ته وویل چې امنیتي چارواکي په باقاعده توگه د عدالت د اجازت (وارنټ) نه بغیر د دوی د کور تلاشي اخلي او د کورنۍ غړي یې ویروي. رپورټ وايي پولیس چارواکو یې د دریځ دپاره د پوښتنو ځواب نه وه نکړو.

د رویټرز سره خپله مرکه کې منظور پشتین وویل تحریک یې پرامنه دی او د پښتونو او د نورو زورول شویو خلکو د حقونو دپاره کوښښونه کوي.

پشتین وویل که چیرې د قبایلي سیمو خلک په حقیقت کې هم پښتانه او مسلمانان گڼل کیږي نو پکار نه ده چې په "غیرقانونه توگه ووژل شي."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG