لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوڅ وسله والو پنجاب ته د گیس پائپونه تباه کړې


د بلوچستان اعلا وزیر ډاکټر عبدالمالک صوبه کې د حکومت مخالفینو سره د خبرو اترو په ضرورت زور اچولی دی
د بلوچستان اعلا وزیر ډاکټر عبدالمالک صوبه کې د حکومت مخالفینو سره د خبرو اترو په ضرورت زور اچولی دی
د پاکستان پنجاب صوبې ته د قدرتي گیس د رسد درې پائپونه مشکوک بلوڅ باغیانو په بمونو تباه کړې چې په نتیجه کې يي په لکونو خلکو ته د گیس رسد ځنډیلی دی.
د سوئي سدرن گیس پائپ لائنز لمیټډ کمپنۍ چارواکو ویلي په پائپونو د اتوار په ورځ ناوخته حمله شوي ده.
د چارواکو د وینا ترمخه دا وړمبې ځل دی چې بلوڅ باغیانو په پنجاب کې د گیسو په پائپونو نا نل لیکو باندې حمله کړې ده.
پنجاب ته د گیس رسد بیا بحالولو کې تر دریو ورځو پورې وخت لگیدی شي.ټ
د بلوچ ریپلیکن ارمي په نوم وسله والې ډلې د حملې ذمه واري قبوله کړې ده.
بې ار ای وايي بلوچستان د ازادۍ د پاره جنگیږي.
بلوچستان د رقبې په حساب د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده او په قیمتي قدرتي وسائیلو سنباله ده خو د پنجاب په مقابله کې بلوچستان کې غربت او د جدید ژوند اساناتیاوي ډیر کمې دي.
بلوڅ ملت پاله گوندونه په مرکزي حکومت د صوبې د وسائلو لوټ کولو او د صوبې ضرورتونه د نظر انداز کولو الزام لگوي خو مرکزي حکومت وايي د صوبې د پرمختگ پاره يي گڼ شمیر منصوبې شورو کړې دي.
مبصرین وايي وسله والو گوندونو بلوچستان کې د ډیر وخت راهسې په ټیټه کچه بغاوت لاس پورې کړې چې پکې په امنیتي ځواکونو او د گیسو پائپونو په شمول نورو حکومتي شته منو حملې کیږي.
بلوڅ باغیان په عمومي هم په بلوچستان کې کاروائي ترسره کوي خو دا وړمبي وار گڼلی کیږي چې پنجاب کې يي په گیس پائپونو د حملې ذمه واري په غاړه اخېتسې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG