لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټر عبدالقدير خان په تگ راتگ بندیزونه ختم کړې شوې دي


ډاکټر عبدالقدير خان په تگ راتگ بندیزونه ختم کړې شوې دي
ډاکټر عبدالقدير خان په تگ راتگ بندیزونه ختم کړې شوې دي

دلاهور هائيکورټ دجمعې په ورځ دپاکستان دجوهري پروگرام جوړونکى ډاکټر عبدالقدير خان ازاد وگړى گرځولى او دهغه په تگ راتگ يې پابندي ختمه کړې ده.

ډاکټر قدير خان په لاهور هائيکورټ کې خواست دائر کړى ؤ چې پکې وئيل شوي وؤ دحفاظتي پروټوکول په نوم دې دهغه په ازادانه تگ راتگ پابنديانې ختمې کړل شي.
دډاکټر قدير خان په هکله دلاهور هائيکورټ دغه پريکړه په داسې مهال اورولې ده چې په پاکستان کې دجوهري چاؤدنې کولو 12مه کليزه نمانځل کيږي.
دجمعې په ورځ دخپل کور څخه بهر خبريالانو سره دخبرو په مهال ډاکټر خان په عدالتي پريکړه داطمينان څرگندونه وکړه او وې ويل چې کۀ چرې په دغه پريکړه عمل ونۀ شي نو يوځل بيا به عدالت ته مراجعه کوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل دپاکستان جوهري وسلې خوندي دي او ترهه گرو ته ددغو وسلو په لاس دورتلو هيڅ امکان نشته.
په ډاگه دې وي چې ډاکټر قدير خان په کال 2004ء کې په سرکاري ټي وي منلې وه چې هغه شمالي کوريا، ايران او ليبيا ته حساس ايټمي سازوسامان او دراز ورکړه په شخصي توگه کړې وه.
دهغه ددغه اعتراف څخه وروستو دهغه وخت پوځي صدر جنرال پرويز مشرف په امر هغه دسرکاري څوکۍ څخه برطرفه او په کور کې نظربند کړل شوى ؤ.
خو دخپلې نظربندۍ دختميدو څخه وروستو هغه ميډيا سره په خبرو کې وئيلي ؤ په سرکاري ټي وي يې خپل اعترافي بيان دهاغه وخت دصدر(پرويزمشرف) په دباؤ کړى ؤ.
دډاکټر خان بيان او دجوهري ټيکنالوجۍ په غيرقانوني خوريدنه کې دهغه دکردار څخه وروستو عالمي قوتونه دپاکستان په جوهري پروگرام دداسې انديښنو څرگندونه کړې وه چې په پاکستان کې دورانکارۍ په فعاليتونو بوخت تندلاري په لويه کچه تباهۍ خورونکو دغو وسلو باندې قبضه کولى شي.
دپاکستان حکومت دغه انديښنې رد کړي او دجمعې په ورځ دجوهري چاؤدنو دکليزې په موقع وزيراعظم يوسف رضا گيلاني پخپل يو بيان کې واضحه کړې ده چې پاکستان دخپلو جوهري وسلو او تنصيباتو حفاظت لپاره يو جامع نظام جوړ کړى دى.
وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وائي دپاکستان جوهري پروگرام ددفاعي او پرامنه مقصدونو لپاره دى.
هغه غوښتنه وکړه چې په جوهري ميدان کې دې دپاکستان 35 کلنې تجربې په نظر کې نيولو سره پاکستان ته هم بغير دکوم تعصب څخه دجوهري طاقت څخه دبجلۍ پيدا کولو لپاره بين المللي مرسته ورکول پکار دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG