لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قادري سپيناوی کړی، د حاجيانو حتمي پرېکړه لا نه ده شوې


د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزیر نور الحق قادري ویلي د سعودي عرب حکومت تراوسه حتمي پرېکړه نه ده کړې چې سږ کال به څومره حاجيانو ته اجازه ورکولی شي.

هغه ويلي کوم خبرونه چې په رسنيو خپريږي چې سعودي عرب سږ کال د شپېه زره پورې حاجيانو ته اجازه ورکړې چې حج ته به لاړ شي، قادري دغه خبر ته د سعودي عرب د صحت د وزارت سپارښتنې ویلي دي.

په يو ويډيو بيان کې قادري ويلي، د سعودي عرب د حج اوعمرې د وزیر سره یې خبرې شوي دي.

هغه ويلي تراوسه د حاجيانو د شمېرې په اړه حتمي پرېکړه نه ده شوې چې څومره به وي او د کرونا په اړه به کوم احتياطي تدابير خپلولی شي دا پرېکړې تراوسه نه دي شوي.

هغه ويلي د سعودي عرب حکومت چې څه پرېکړه کوي پاکستان به په اعتماد کې اخلي.

له دغې وړاندې په 22 مې د مذهبي یووالي دپاره د پاکستان د وزیراعظم مرستيال حافظ محمد طاهراشرفي ويلي وو سږ کال به 60 زره کسان حج کولی شي د کرونا ويکسين به لګول وي او پوره احتياطي تدابير به عملي کولی شي.

له دې وړاندې داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې سعودي عرب يواځې د فايزر، اېسترازېنېکا، موډرنا او جانس اېنډ جاسن ويکسينو ته اجازه ورکړې ده.

د پاکستان سرکاري ميډيا ويلي، د بهرنيو چارو دفتر زاهد چودري ویلي د سعودي عرب د چارواکو سره په تماس کې دي چې د چين ساينوفام ويکسين هم په خپل منظور فهرست کې شامل کړي.

د چين ساينوفام ويکسين د صحت نړيوالې ادارې منظور کړي دي.

XS
SM
MD
LG