لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قندیل بلوچ په قتل کې عدالت د هغې د وروڼو د معافۍ خواست رد کړو


قندیل بلوچ
قندیل بلوچ

په سوشل میډیا د ادارکارۍ وډیوگانو دلارې شهرت ترلاسه کونکي د قندیل بلوچ په قتل کې د ملتان یو عدالت د هغې د وروڼو د معافۍ خواست رد کړی دی. د قندیل بلوچ مور او پلار عدالت ته د زامنو د معافۍ او بري کوولو خواست کړی و.

د وي او ای اردو څانگې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په خپل رپورټ کې وویل د ملتان عدالت دوه ورځې په دې نقطه د بحث اوریدنه وکړه چې ایا د غیرت په نوم د قندیل بلوچ په قتل کې د هغې مور او پلار ملزمان، د هغې وروڼه، معاف کولی شي او که نا؟

قندیل بلوچ د کال ٢٠١٦ د جولايي په ١٥ نیټه په خپل کور کې وژل شوې ده. د اردو څانگې رپورټ وايي د هغې پلار عظیم بخش ماهړهد مظفر اباد په یوه تاڼه کې په خپل رپورټ کې په خپلو دریو زامنو د قندیل بلوچ د قتل الزام لگولی و.

د قندیل بلوچ د پلار د رپورټ وروستهپولیس د هغې دوه وروڼه ونیول، یو پکې د هغې د وژلو اعتراف وکړو، بل په ضمانت ازاد شو او دریم ورور یې مفرور دی.

خو دوه ورځې وړاندې عظیم بخش ماهړه عدالت ته خواست وړاندې کړو چې د قندیل بلوچ د مدعي په حېث هغه او د هغه مېرمن زامن بخښي نو ځکه دې عدالت د هغوی د بري کوولو امر وکړي.

سرکاري وکیل عدالت د قندیل بلوچ د مور او پلار د خواست مخالفت وکړو او د عدالت څخه یې غوښتنه وکړه چې دغه خواست دې رد کړی. ضلعې پراسکیوټر یا حکومتي وکیل وویل د جرمونو خلاف قانون کې د بدلون وروسته د غیرت په نوم وژنه کې صلح نشي کېدی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG