لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پنجاب پولیس شک کوي په قصور کې څلور ماشومان د جنسي تيري وروسته وژل شوي


د قصور په چونیا ښار کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د دریو کوچنیو هلکانو د جسدونو ترلاسه کېدو وروسته احتجاجونه پېل شول. پولیس شک کوي چی دغه ماشومان د جنسي تیري وروسته وژل شوې دي

د پنجاب په قصور ضلع کې د هغو څلورو ماشومانو د وژل کېدو په سر احتجاجونه شوې دي چېپولیس شک کوي د جنسي تيري وروسته وژل شوي دي. د احتجاجونو وروسته د پولیسو دوه افسران معطل کړی شوي دي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې ترمخه، د پنجاب د پولیس مشر عارف نواز خان د شورو، چهارشنبې، په ورځ د پولیس افسرانو د معطلۍ امر وکړو.

دقصور په چونیا ښار کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د دریو کوچنیو هلکانو د جسدونو ترلاسه کېدو وروسته احتجاجونه پېل شول. پولیس شک کوي چی دغه ماشومان د جنسي تیري وروسته وژل شوې دي.

احتجاج کونکو په چونیان کې سړکونه بند کړل او ټایرونه یې وسوزول او د پولیسو پرضد یی شعارونه وهل. لاریون کونکو د چونیان د پولیسو مرکز هم محاصره کړی و لاریون کونکو غوښتنه کوله چی د ماشومانو په وژلو کی ککړ کسان دي ونیول ‍شي او د ماشومانود تښتونی پېښو مخه دی ونیول شي.
څلور ماشومان چی عمرونه یی د اتو نه تر دولسو کلو ترمنځ دي د جون د میاشتی راهیسی لادرکه وو.

د یو اته کلن ماشوم مرگ د ساه د نالۍ د ماتېدو له امله شوی و او د هغه بدن ډاکټري معاینې نه څرگنده شوي چې بدفعلي هم ورسره شوي وه.

د پنجاب د پولیسو مشر عارف نواز خان ویلي د پولیس دریو ډلو په چونیا کې د ماشومانود قتل په اړه تحقیقات پېل کړې دي. نوموړي زیاته کړه چی دوی به د موندل شویو مړو ډي این ایټیسټونه کوي او د نیول شویو مشکوک کسانو ډي اېن ای سره کتنه کوي او په دغو پېښو کې ککړو کسانو ته به مثالي سزا گانی ورکوي.
ځایي خلک وایي چی د دغه پېښو په شا منظمه ډله یا گېنگ دی.

په تیرو څو کلونوکی د پاکستان پنجاب ایالت قصور ضلع د ماشومانو د تښتولو، جنسي تیري او وژنو د زیاتیدونکو پېښو د مسلې سره مخامخ ده.

په قصور کی د ماشومانو د قتل ورستۍ پېښې په سیمه کې څه موده وړاندې د یوې شپږ کلنې ماشومې د وژنې یاد تازه کوي چې په وحشتناک ډول وژل شوي یوه. د ماشومې د وژنې وروسته په ټول پاکستان کې په پراخه کچه لاریونونه شوي وو. د ماشومې مړی په ډېران موندل شوی و.

عمران علي نومې تن چې په شپږ کلنې ماشومې د جنسي تیري او وژنې په لړ کې نیول شوی و، د هغې د مرگ نه نهې میاشتې وروسته ورته د مرگ ورکړی شوه.

په 2015 کې د قصور د حسین خان والا کلي ته د نړۍ پام هغه وخت وگرځېدو چې د ماشومانود فحش فلمونو په سلګونو ویډیوگانی راښکاره شوې. په وډیوگانو کې په لسگونو جینکۍ او هلکان په زور په ډله ییزه توگه جنسي فعلونو ته مجبورول شوي وو. دغو گېنگونو یا ډلو به بیا دغه ویډیوگانی د ماشومانو کورنیو ته لېږلې او بلېک میل کولې به یې په ملیونونو روپۍ به یې ترې اخېستې.

د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزیرې میرمن شیرین مزاري د شورو په ورځ وویل چې دا د حېرانیتا خبره ده چې په قصور کې د ماشومانو د زورول کېدو او د هغو نه د ناوړه ګټو د اخیستلو کیسې اوس هم لید کیږي.

XS
SM
MD
LG