د پاکستان په بلوچستان صوبې کې د یو ماین د چاودنې له امله، د ملیشه قواوو ٣ عسکر وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
دا پیښه له کوئټې ښار څخه خواوشا ۴٠ کیلومټره لیرې، په مارگټ سیمه کې شوې ده. دا په ٢۴ ساعتونو کې په بلوچستان کې د تشدد دویمه پیښه گڼل کیږي. مخکې تر دې، په یوه حمله کې د پولیسو یو پخوانی افسر په کوئټه ښار کې ووژل شو.
د مارگټ د پیښې په تړاو، امنيتۍ چارواکو وويل چي نا معلومو وسله والو، د سړک پر غاړې چا وديدونکي مواد ښخ کړي وو، او د مليشه قواو يو ګاډی چې خوراکي مواد په کې بار و، پرې برابر شو چي زوروره چا ودنه وشوه او په نتیجه کي یې درې مليشه عسکر مړه او څلور نور ټپیان شول.
د دې پيښي مسئوليت، لغوه شوي بلوڅ وسله وال سازمان، بلوڅ لبريشن ارمي وياند جې اين بلوڅ په غاړه اخیستی دی.
په مارګټ کي د سکرو کانونه (د کویله درنگونه) دي او حکومت د هغو د ساتنې لپاره مليشه قواوې هلته ګومارلي دي.
په یوه شپه او ورځ کې، په کوئټه کې د تشدد دا دویمه پيښه وه. مخکې تر دې، د خالي/شنبې په ورځ د پولیسو یو پخوانی افيسر نعیم کاکړ، دکوئټې له پښين اسټاف سره نزې، د نامعلومو وسله والو په ډزو کې سخت ټپي شو او بیا یې په روغتون کې سا ورکړه.
د هغه مړی نن د قلعه عبدالله په کلي ارمبي کي و خاورو ته وسپارل شو. نعیم کاکړ د پوليسو په اداره کې د جناياتو د څانګې مشر پاته شوی و. د نوموړي د وژنې ذمه واري، د تحريک طالبان پاکستان وياند، محمد خراساني پر غاړه اخیستې ده.