لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوئټه عملياتو کې څلور جنگيالي وژل شوي


پوليس چارواکي وائي ددغو عملياتو په مهال تندلارو په امنيتي ځواکونو راکټونه هم داغلي دي، خو امنيتي ځواکونو سيمه وتړله اؤ دعملياتو په مهال يې جنگيالي ووژل
دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په سرښار کوئټه کې دپوليسو لخوا ترسره شوؤ عملياتو کې څلور شکمن جنگيالي وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دکوئټې په بکره پيري سيمه کې پوليسو دنهې په سحر پوليسو دترهه گرۍ پيښو کې دککړو شکمنو جنگيالو په ضد عمليات ترسره کړي دي.
سرچينې وائي ددغو عملياتو په مهال څلور جنگيالي وژل شوي اؤ ديوې ښځې اؤ دوؤ ماشومانو پشمول يې دورانکارو دکورنۍ څلور کسان نيولي هم دي.
سرچينې زياتوي ددغو عملياتو په مهال دترهه گرۍ دمخنيوي دځواک دوه عسکر ژوبل شوي هم دي، چې دعلاج لپاره کمبائنډ ملټري هسپتال ته رسول شوي دي.
پوليس چارواکي وائي ددغو عملياتو په مهال تندلارو په امنيتي ځواکونو راکټونه هم داغلي دي، خو امنيتي ځواکونو سيمه وتړله اؤ دعملياتو په مهال يې جنگيالي ووژل.
ددغو عملياتو په مهال امنيتي ځواکونو ته په دروند مقدار کې وسله هم ترلاسه شوې چې پکې راکټ لانچرې، بمونه، لاسي بمونه اؤ نور بارود شامل دي.
چارواکي وائي عملياتو کې وژل شوي شکمن کسان دترهه گرۍ په گڼ شميرپيښو کې ککړ وؤ، چې پکې بمي چاؤدنې اؤ هدفي وژنې شاملې دي.
دغه عمليات په داسې حال کې ترسره شوي چې دبلوچستان وزيراعلي ډاکټر عبدالمالک بلوچ اعلان وکړو چې دهغه حکومت بلوچستان کې دتندروه ډلو سره خبرو ته تيار دى.
XS
SM
MD
LG