لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه کې دهزاره ورورولۍ احتجاج نن هم روان دى


د پاکستان کړکیچنې صوبې بلوچستان سر ښار کويټه کې د اتوار په ورځ هم د شیعه مسلمانانو د هزاره وروولۍ لخوا احتجاج روان دی. د بلوچستان شیعه کونسل څوک چې د دغې مظاهرو مشري کوي غوښتنه کوي تر څو د دوي مطالبې نه وي منلې شوي تر هغې به د زیارت په ورځ په چاودنو کې وژل شوي لسګونو کسان خاورو ته نه سپاري.
تیره شپه د بلوچستان ګورنر ذولفقار مګسي او د پاکستان پیپلز پارټۍ مرکزي وزیر خورشید شاه د احتجاج کونکو سره په کویټه کې خبری اتری هم کړی وې خو دغه خبری ګټه ورې نه وي او مظاهرچیان ېي په دی راضي نه کړل چې خپله مظاهره او دهرنا ختمه کړي او خپل مړي خاورو ته وسپاري.
دبلوچستان شيعه کونسل غوښتنه کوي چې کوئټه دې پوځ ته وسپارل شي او هدفي کارروايۍ دې وکړل شي، دوژل شوؤ کسانو دکورنۍ غړي غوښتنه کوي چې ترڅو دهغوي غوښتنې نۀ وي پوره شوي مړي به خاورو ته نۀ سپاري.
د کویټي نه علاوه د پاکستان په نورو لویو ښارونو او خارجي هیوادونو کې هم د شیعه ورور ولۍ د وژنو پرضد مظاهرې روانې دي.
تیره شپه په کراچۍ ښار کې هم د شیعه مسلمانانو له خوا احتجاجې مظاهرې شوې دي. په کراچۍ کې د مجلس وحدت المسلمین له خوا لویه مظاهره په ایم اے جناح روډ باندې روانه ده چې پکې په لویه شمیره کې زنانه او ماشومان شامل دې د مجلس وحدت المسلمین مشرانو وئیلې دي د کوئټې د مظاهره چیانو د مطالبو منلو پورې به دوۍ هم مظاهرې ته دوام ورکوې ـ
کوئټه کې دزيارت په ورځ يو ځانمرگي بريد او دوؤ بمي چاؤدنو کې د95 کسانو دوژل کيدو وروستو دبلوچستان شيعه کونسل دوژل شوؤ شيعه ورورولۍ سره دتعلق لرونکو 74ؤ کسانو مړي په علمدار روډ ايښودي او احتجاجي پرلت غځونه يې پيل کړې چې تر دې مهاله روانه ده.
دپاکستان دوزيراعظم راجه پرويزاشرف ددفتر څخه دخالي په ورځ جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې وزيراعظم دبلوچستان دحکومت په درخواست ايف سي ته امر کړى چې دبلوچستان دغيرپوځي انتظاميې مدد دې وکړي.
ددغه بيان ترمخه مليشه ځواکونو ته دپوليسو ټول اختيارات ورکړل شوي دي.
بيان کې وئيل شوي دي چې وزيراعظم دبلوچستان وزيراعلي نواب اسلم رئيساني ته دبهرنۍ ددورې دمنسوخولو او هيواد ته دراستنيدو احکامات جاري کړي دي.
وزيراعظم اشرف دوژل شوؤ کسانو دکورنۍ دغړو لپاره دلسو لکو او هر ژوبل تن لپاره ديو ، يو لک روپو دامداد ورکولو اعلان هم کړى دى.
دبيان ترمخه وزيراعظم به په راتلونکې اوونۍ کې دکوئټې سره تعلق لرونکو دهزاره ورورولۍ داستازو سره ليدنه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG